غزني ښار (پژواک ۲۸ سلواغه ۹۳) : په غزني کې په لومړي ځل د علماوو سرتاسري شورا د سولې راوستو په موخه جوړه شوه.
د يادې شورا پرانيست غونډه، نن د غزني ښار په لوى جامع جومات کې ترسره شوه، چې د دې ښار په ګډون په کې د ولسواليو لسګونو علماوو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
د دغې شورا مشر مولوي محمد اسماعيل وويل، د دې شورا د جوړېدو موخه د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ سوله راوستل او د وژنو مخه نيول دي.
دى وايي: ((نن ورځ چې ګورو، په دواړو خواوو کې مسلمانان وژل کېږي، چې په اسلام کې د مسلمان وينه تويول لوى جرم دى؛ زموږ موخه دا ده چې دا له منځه يوسو.))
ده زياته کړه، دغه راز دا شورا په پام کې لري، څو د غزني ولايت په ټولو سيمو کې اسلامي احکام جاري وساتي او خلک له فحشاوو څخه لرې وساتي.
د هغه په خبره، دا شورا په کوم قوم پورې تړلې نه ده او د غزني د ټولو قومونو ديني علما په کې ګډون لري.
د يادې شورا يوه غړي مولوي حمدالله بيا له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل، چې نور دې له جنګ او مسلمان وژنې څخه لاس واخلي او له خپل دولت سره دې يوځاى او خپلې خاورې ته دې خدمت وکړي.
د غزني سرپرست والي موسى خان اکبرزاده له دې شورا څخه غوښتنه وکړه، چې د سولې لپاره کار وکړي او څوک دې نه پرېږدي، چې جنګ ته لمنه ووهي.
دى وايي: ((زه په تاسو غږ کوم چې مه پرېږدئ، هغه خلک چې له منبر څخه ناسمه ګټه اخلي او له دې ځايه د يوه مسلمان د وژلو امر ورکوي.))
د غزني ښار يوه قومي مشر او د ولايتي شورا د تېرې دورې غړي نادرخان ګيرو وال، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوسمهال په غزني کې يوې داسې شورا ته ډېره اړتيا وه، چې په راتلونکي کې به ښې چارې ترسره کړي.
نوموړي له دې شورا څخه غوښتنه وکړه، چې ولسواليو ته لاړ شي او هلته له وسله والو طالبانو سره د سولې راوستو په موخه له نږدې خبرې وکړي.