ښرنه، کلات (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٣): د پکتيکا د شخيل اباد امنيه قوماندان د ماين په چاودنه کې وژل شوى او د زابل د شاه جوى امنيه قوماندان د لاسي بم په چاودنه کې ټپي شوى دى.
د پکتيکا يوه امنيتي مسوول د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شخيل اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن شاه فيصل له خپل کور څخه ولسوالۍ ته روان و، چې د ماين چاودنه ورباندې شوې ده.
دى زياتوي، نوموړى له خپل يوه ساتونکي سره يوځاى وژل شوى او موټر يې په بشپړه توګه له منځه تللى دى.
د سرچينې په وينا، چاودنه د نوموړي له کور څخه په ۲۰۰ مترۍ کې د سړک غاړې د ماين په وسيله تر سره شوې ده.
د سيمې خلک هم د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان او د هغه د ساتونکي د وژلو خبره مني، خو په اړه يې څه نه وايي.
وسله والو طالبانو ويلي چې د پکتيکا د جاني خېلو ولسوالۍ امنيه قوماندان يې له دوو تنو سره وژلى دى.
له بلې خوا، د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ امنيه قوماندان په يوه چاودنه کې له اوو تنو سره ټپي شوى دى.
د زابل د امينه قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي د سلواغې په ٢٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه د لاسي بم له امله، نن مازيګر څه باندې څلور بجې د کلات ښار اړوند ميرويس مېنه کې د شاه جوى د امنيه قوماندان محمد الله احمدي په مېلمستون کې رامنځته شوه .
ده زياته کړه، چې په دې پېښه کې امنيه قوماندان له اوو تنو نورو سره ټپي شوى دى.
د هغه په خبره، دا لا تراوسه نه ده معلومه، چې دا چاودنه خپله د امنيه قوماندان د لاسي بم له امله رامنځته شوې او که د بل چا، خو زياتوي، چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
فراهي وايي، په دې تړاو څوک نه دي نيول، خو هڅې روانې دي.
د کلات روغتون يوه ډاکټر چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل چې د يادې پېښې ټپيان روغتون ته راوړل شوي، چې د شاه جوى امنيه قوماندان، زوى يې او شپږ تنه نور په کې شامل دي.
هغه زياته کړه چې په دې ټپيانو کې د دوو تنو روغتيايي حالت نازک دى.
تراوسه چا د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP