ښرنه (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٣): پکتيکا والو له افغان دولته وغوښتل، چې د سولې او ډاډمن امنيت د رامنځ ته کېدو لپاره دې قومي جوړښتونو ته پاملرنه وکړي.
دغه څرګندونې، نن د دې ولايت د سرووضې، اورګون، ګيان، ګومل، نکې، زيړوک او سروبي ولسواليو قومي مشرانو او مخورو د پکتيکا له والي سره په ګډه ناسته کې په ډاګه کړې.
د ګيان ولسوالۍ قومي مشر محمود کمال پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې پکتيکا د جرګو سيمه ده او زياتره پرېکړې او ستونزې يې د قومي مشرانو په واسطه د تاريخ په اوږدو کې له منځه تللې دي.
هغه زياته کړه، قومي مشران کولى شي چې د خپلو پرېکړو له مخې، په پکتيکا کې ډاډمن امنيت او سوله رامنځته کړي.
نوموړی وايي، په تېرو څو کلونو کې افغان دولت قومي مشرانو او مخورو ته د امنيت او سولې په ټينګښت او راوستو کې د پام وړ پاملرنه نه ده کړې.
د سروبي ولسوالۍ قومي مشر قاري سعيد وويل، چې افغان دولت دې قومي مشرانو سره مشورې وکړي او له هغوی نه دې د امنيت په ټينګښت او د سولې راوستو په برخه کې کار واخلي.
دى زياتوي، د دې ولايت د خروټو او ځدراڼو قومونه چې په سروبي، ګومل، زيړوک، سرروضې او نکي ولسواليو کې مېشت دې، د ډاډمن امنيت او سولې په راوستو کې ژمن دي او نه ستړي کېدونکې هلې ځلې به وکړي.
سعيد وايي: ((دوی به نور په خپلو سيمو کې هېچا ته د جنګ او ورانکارو فعاليتونو اجازه ورنه کړي او نه به يې هم په خپلو سيمو کې پرېږدي؛ ځکه روان جنګ په افغانانو تپل شوی او دا د پردو جنګ دی، چې زموږ هېواد يې د جنګ ډګر ګرځولی دى.))
د نکي ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر حاجې خيال محمد وايي، په دولتي ادارو کې د فساد شتون، خلک په دولت بې باوره کړي دي.
نوموړي د پکتيکا د والي عبدالکريم متين د دې اقدام ستاينه وکړه، چې د پکتيکا له ټولو قومونو سره سلا او مشورې کوي او د هغوی په واسطه روانو ناخوالو ته د پای ټکی ږدي.
د هغه په خبره، اوس هم په ډېری ولسواليو کې خلک او شخړې د همدې قومي مشرانو او ولسې پرېکړو له مخې پر مخ ځي او هغوی د امنيت په خوندي کولو کې مهم رول لوبولی شي.
د پکتيکا والي عبدالکريم متين وويل، چې قومي جوړښت، سوله او ډاډمن امنيت رامنځته کول، د ده د کار په لومړيتوبونو کې دي.
نوموړي زياته کړه، دا چې خلک د قومي مشرانو او ديني علماوو خبرو ته غوږ دي، نو دوى دې په خپلو سيمو او کليو کې د امنيت او سولې په راوستو کې ګام واخلي.
د پکتيکا والي ژمنه وکړه، چې په ټولو چارو کې به له قومي مشرانو سره همغږي وي او د دوی په مرسته به روانو ستونزو ته د پای ټکی ږدي او د پرمختګ په لور به قدم اخلي.