Language

“د جګړې د نوي باب رهبري  به افغان ځواکونه وکړي”

مزارشريف (پژواک ٣٠ سلواغه ۹۳): د شمال زون د بهرنيو ځواکونو د ښوونيزې، مشورتي او مرستندويې قوماندانۍ مسوولين وايي، وخت رسېدلی چې په افغانستان کې د جګړې د نوي باب رهبري افغان ځواکونه وکړي.

دغه څرګندونې په شمال کې د ښوونيزې، مشورتي او مرستندويې قوماندانۍ نوي قوماندان جنرال کمپيل د سلواغې په ۳۰مه، د خپلې دندې په لومړۍ ورځ د يادې قوماندانۍ د قوماندان د بدلېدو په مراسمو کې د خپلو خبرو په ترڅ وکړې.

نوموړي زياته کړه: ((سبا ورځ به هم په شمال کې د نن ورځې په توګه پيل شي، چې د شمال زون د ښوونيزې، مشورتي او مرستندويې قوماندانۍ ټول سرتېري به له افغان ملي اردو او ملي پوليسو سره د مرستې په موخه خپل فعاليتونه پيلوي.))

د هغه په وينا، په کومه سيمه کې چې افغان ملي اردو او ملي پوليس په ګډه فعاليت کوي، دښمن يې پر وړاندې کمزوری دی.

جنرال کمپيل وويل: ((موږ اوس د جګړې د نوي باب د پيلېدو لپاره چمتووالی نيسو، د جګړې درېيم باب، چې افغانان به يې رهبري کوي.))

نوموړي زياته کړه، چې د روان زېږديز کال له پيل څخه په ټول افغانستان کې په بشپړه توګه امنيتي مسووليت افغان ځواکونو اخيستی، چې د دغه مسووليت د پر ځای کېدو وخت رسېدلی او افغانان يې سمبالتيا ته چمتو دي.

د ده په خبره، افغان ملي اردو او ملي پوليسو د خپلو خلکو باور تر لاسه کړی او دا يې تر ټولو ستر برياليتوب دی.

په شمال کې د ښوونيزې، مشورتي او مرستندويې قوماندانۍ نوي قوماندان وويل، چې د افغانستان شمال د سيمې په سوداګريزه څلور لاره کې پروت دی، چې امنيت او پرمختګ يې د ټول افغانستان لپاره مهم دی.

د يادې قوماندانۍ پخواني قوماندان بريد جنرال هارالد ګنته په ياده غونډه کې د خپل ماموريت په وروستۍ ورځ وويل، چې د خپل ماموريت په تېر يو کال او پنځلس  ورځو کې له ډېرو پېښو سره مخامخ شوى دى.

نوموړي زياته کړه، خوښ دی چې د ده د دندې پر مهال په شمال زون کې د ولسمشريزو ټاکنو د دواړو دورو ټاکنې او په شمال کې د ايساف قوماندانۍ په مشورتي قوماندانۍ باندې بدلېدل مرحلې په سمه توګه تېرې شوې.

نوموړي زياته کړه، چې په شمال زون کې د تېر يوکال په اوږدو کې افغان ځواکونو په خپلې رهبرۍ د افغان دولت د مخالفو وسله والو پر وړاندې بېلا بېل چاڼيز عمليات پلان او تر سره کړل.

د بلخ د سرپرست والي مرستيال محمد ظاهر وحدت، چې په يادو مراسمو کې يې برخه اخيستې وه، د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې په شمال کې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې له ترهګرو سره په روانه مبارزه کې د نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د المانيانو منندوی دي.

Related Topics