Language

“دولت دې د غزني ناوې ولسوالي له وسله والو مخالفينو ونيسي”

غزني ښار (پژواک، ۲ کب ۹۳): د غزني د ناوې ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي چې د دوى سيمه په پوره ډول د طالبانو په ولکه کې ده او دوى اړ دي يا له هغوى سره ودرېږي او يا هم خپله سيمه پرېږدي.

دوى له دولت څخه غواړي چې د ناوې ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره پراخ عمليات وکړي ، ترڅو په سيمه کې ښوونځي فعال شي او خلک روغتيايي او نورو اسانتياوو ته لاسرسى ومومي.

د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالرازق وايي چې دولتي سرتېري په تېرو ١١ کلونو کې د دوى ولسوالۍ ته نه دي ورغلي، د دولت مخالفين په ډېرې اسانۍ سره په سيمه کې فعاليت کوي، د جګړو او بريدونو پلانونه جوړوي.

عبدالرازق زياته کړه:  “نه ښوونځی لرو نه روغتيايي کلينيک لرو، لارې مو خامې دي کارونه نشته، ښار ته د وسله والوطالبانو له ډاره نشو راتلای.”

دی وايي چې د ناوې اوسېدونکي مجبور دي له طالبانو سره يوځاى شي او يا هم له سيمې کډه وکړي. “هغه کسان چې اقتصادي حالت يې ښه وي له خپلې کورنۍ سره ښار او ياهم نورو سيموته تللي، خو هغه کسان چې څه نه لري مجبور دي چې ژوند په مرميو کې تېري کړي”.

د ناوې ولسوالۍ يو قومي مشر حاجې نورالله هم وايي چې د ناوې اوسېدونکي له ډېرو ستونزوسره مخ دي.

حاجي نورالله وايي چې ددې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د دولت له خوا هيڅ راز اسانتياوې نه دي برابرې. “په ژمي کې مولارې بندې وي ناروغان هلته خپل ژوندله لاسه ورکوي، ښوونځي مو نشته، ماشومان مو کوڅو کې ګرځي، د خلکو بېکاري زياته شوې وسله وال طالبان مو کار کولو ته نه پرېږدي.”

نوموړى وايي چې د سيمې خلک د طالبانو له فعاليت څخه ډېر تنګ شوي او دولت ته په کار ده چې د ولسوالۍ د نيولو لپاره اقدام وکړي.

د ناوې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى نعيم الله چې اوسمهال په غزني ښار کې زده کړې کوي وايي د دوى په سيمه کې ښوونځي تړلي دي او په زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، کوم وسله وال چې د ډيورنډ له پورې غاړې راځي، لومړى ناوې ولسوالۍ ته راځي او له هغه وروسته نورو سيمو ته د ورانکاره فعاليتونو لپاره ځي.

دى وايي چې د دوى په سيمه کې د افغان طالبانو ترڅنګ بهرني وسله وال هم شته چې د شپې د خلکو په کورونو کې تېروي.

څو ورځې مخکې ناوې ته څېرمه د مقر ولسوالۍ پاڅون کوونکو ويلي وو که دولت ورسره د وسلو مرسته وکړي، نو دوى چمتو دي چې د ناوې ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونيسي.

بلخوا د غزني ولايت سرپرست موسى خان اکبرزاده هم مني چې طالبان په ناوې ولسوالۍ کې د خپلې جګړې پلانونه جوړوي او له دې ځايه نورو سيمو ته د جګړو لپاره جګړه مار لېږي.

اکبرزاده زياته کړه: “ناوه ولسوالي ددوى لوى مرکز دى، هلته د جنګ پلانونه جوړوي، او ناوه ولسوالي د طالبانو د استراحت ځاى دى، هلته ماينونه جوړوي ، مشورې کوي، نورو ولايتونو ته وسله وال له همدې ځايه استول کېږي.”

د غزني سرپرست والي وايي چې له ناوې ولسوالۍ څځه نه يواځې غزني ته، بلکې زابل، ميدان وردګ، هلمند، اروزګان، کندهار او لوګر ولايتونو ته ځي او “حتی د کابل دروازې هم له دې ځايه ناامنه دي.”

هغه وايي، د ناوې تصفيه ددوى له وسې پوره نه ده او څو ځلې يې دا موضوع په کابل کې له لوړپوړو چارواکو سره شريک کړې ده.

ده زياته کړه: “که چېرته ناوه فعاله شي نو د هېواد ۱۲ ولايتونه به له جنګ څخه خلاص او امن به شي، هلته بايد لوی کنډک ولوېږي، چې مرکزي دولت نه وي راسره، دا کار زموږ وس کې نه دی.”

د يادولو ده چې د کورنيو چارو پخواني وزير عمر داوودزي څو ځلې غزني ته د سفر په لړ کې ددې ولسوالۍ  د بېرته نيولو په موخه د عملياتو کولو ژمنه کړې وه، خو عملي نه شوه.

ناوه د غزني سوېل ته په ۱۶۰ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې له مقر، ګېلان او ګېرو ولسواليو، له زابل او پکتيکا ولايتونو او ګاونډي هېواد پاکستان  سره پوله لري.

دا ولسوالي له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهيسې د طالبانو په واک کې ده.

Related Topics