پل علم ( پژواک، ٢ کب ٩٣ ) : چارواکي وايي چې د لوګر پر امنيه قوماندانۍ د شوي ځانمرګي بريد په تړاو ١٤ پوليس نيول شوي دي.
تېره اوونۍ د لوګر پر امنيه قوماندانۍ ډله ييز ځانمرګى بريد شوى و، چې له امله يې ٢٣ پوليس او يو د پوهنې رياست کارکوونکى وژل شوي وو.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاق زي د کب په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياد بريد کې د ٢٤ تنو د وژل کېدو ترڅنګ نهه تنه نور ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، دغه ټپيان د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي چې د يو شمېر روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
اسحاقزى وايي چې له ياد بريد سره د تړاو په تور د امنيه قوماندانۍ ١٤ پوليس نيول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
ده وويل چې په نيول شويو کسانو کې د امنيه قوماندانۍ د لومړۍ دروازې قوماندان او د ورځې نوکريوال هم شامل دي.
امنيه قوماندان زياتوي چې دغه کسان په خپله دنده کې د غفلت او له بريدګرو سره د همکارۍ په تور نيول شوي او په لومړنيو پلټنو کې پر ځينو يې دا تور ثابت شوى هم دى.
د هغه په وينا، ددې ولايت امنيتي مسوولينو د امنيت په ټينګولو کې خپله هڅه او اخلاص څرګند کړى خو زياتوي چې دا ډول پېښې په نورو ولايتونو کې هم ترسره شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP