لښکرګاه (پژواک، ٢ کب ٩٣): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې د مارجې ولسوالۍ په ترخه ناور سيمه کې د ذوالفقار عملياتو پر مهال پنځه طالب قوماندانان ژوندي نيول شوي دي.
د هلمند امنيه قوماندان نبي جان ملاخېل وايي چې له دې ډلې درې طالب قوماندانان هغه مهال ونيول شول چې د سره صليب په موټر کې د ټپي شوو کسانو په بهانه روغتون ته پر لاره وو.
ملاخېل وايي چې امنيتي سرتېرو ته د موټرو د تلاشۍ پر مهال څرګنده شوه چې په موټر کې شته کسان روغ رمټ او طالبان دي چې په دې توګه غواړي د عملياتو له سيمې وتښتي.
ده وويل چې امنيتي ځواکونو په همدې سيمه کې دوه نور طالب قوماندانان هم نيولي چې يوه يې د ښځو جامې اغوستې وې او له بل طالب سره پر موټرسايکل سپور وو.
هغه وويل چې تر دې مهاله د دغو قوماندانانو دقيق نومونه نه دي په ډاګه شوي، خو ډېر ژر به دا موضوع هم څرګنده شي.
د هلمند امنيه قوماندان وويل، اوس مهال طالبان په ياده سيمه کې محاصره دي او غواړي په يوه او بل ډول ځانونه د عملياتو له سيمي وباسي.
نوموړي وويل چې عمليات په دقيق ډول پرته له مقاومته مخې ته روان دي او ډېرې سيمې د مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي.
د سنګين يوه قومي مشر حاجي نسيم پژواک ته وويل چې د ذوالفقار عملياتو په ترڅ کې د ولسوالۍ تر بازاره ټولې سيمې پاکې شوې او تر دې مهاله ملکي خلکو ته هېڅ راز زيان نه دی او ښتى.
طالبانو د امنيتي ځواکونو د وروستيو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
د يادولو ده چې په سنګين کې د امنيتي ځواکونو عمليات د سلواغي په ۲۶ پيل شوي او لا هم روان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP