Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار د معروف خلک د ملي اردو بېځايه انداختونو اندېښمن کړي

کندهار (پژواک، ٢ کب ٩٣): د کندهار د معروف ولسوالۍ د اهو چينې سيمې اوسېدونکي د ملي اردو له انداختونو شکايت کوي او وايي، دغو ړندو انداختونو د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړى دى.

د اهو چينې يو شمېر اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې پر کورونو او باغونو د ملي اردو له خوا توغول شوي د هاوان مرمۍ لګېدلې دي.

هغوى وايي، که څه هم دغو انداختونو تر دې مهاله ځاني زيانونه نه دي اړولي، خو وېرېږي چې د دغو فيرونو له امله د هلمند د سنګين ولسوالۍ په څېر پېښه دلته تکرار نه شي، چې يوه مياشت وړاندې په کې د واده لسګونو ګډونوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

د معروف ولسوالۍ د اهو چينې سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله افغان پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرو څو ورځو راهيسې څو ځلې د ملي اردو د انداخت مرمۍ د استوګنې پر سيمو لګېدلې چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

دى وايي، په تېرو څلورو- پنځو ورځو کې د هاوان يوه مرمۍ د سيمې د يوه اوسېدونکي پر باغ او بله پر يوه کور لګېدلې چې يواځې مالي زيانونه يې اړولي دي.

نوموړى اندېښنه ښيي چې که دغه انداختونه دوام پيدا کړي، نو د مالي زيان تر څنګ به ځاني زيانونه هم واړوي.

هغه زياته کړه، په سيمه کې يې د ملي اردو يوه قرارګاه پرته ده او تل پر هغو سيمو د درنو وسلو انداختونه کوي چې وسله وال په کې فعاليت لري.

دى وايي، د معروف ولسوالۍ د اهو چينې سيمه د زابل اټغر ولسوالۍ ته څېرمه پرته ده، چېرې چې له کلونو راهيسې وسله وال مخالفين په خلاص لاس فعاليت کوي او دغه ولسوالي يې په خپله ولکه کې ساتلې ده.

د نوموړي په وينا، د اهو چينې په سيمه کې سيمه ييز پوليس هم شته، که دغلته وسله وال وي، نو په کار ده چې د عملياتو له لارې يې مخه ونيول شي، نه دا چې پر وړاندې يې انداختونه وشي او له امله يې د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ شي.

د اهو چينې سيمې بل اوسېدونکى حاجي مهربان چې پر کور يې د هاوان مرمۍ لګېدلې وايي، د کورنۍ يوولس غړي يې له دې پېښې روغ وتلي دي.

نوموړي پژواک ته وويل، يوه ورځ وړاندې د شپې ناوخته يې پر کور د ملي اردو د هاوان مرمۍ ولګېده، خو دا چې هغوى په خپلو کوټو کې ويده وو؛ نو ځکه ورته د سر زيان وانه وښت.

خو هغه اندېښنه وښودله چې که د ملي اردو انداختونه همداسې روان وي، نو يوه ورځ به دلته هم د هلمند د سنګين هغه ډول پېښه تکرارېږي، چې د ملي اردو د انداختونو له امله د واده سلو ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته.

نوموړي د ملي اردو له چارواکو وغوښتل چې د ممکنه بدو پېښو د مخنيوي په موخه دې دغه راز ړانده انداختونه ودروي.

د معروف ولسوال توريالي پژواک اژانس ته وويل په اټغر کې مېشت د ملي اردو ځواکونه د هغه غره لوري ته انداختونه کوي چېرې چې يواځې وسله وال فعاليت کوي او د خلکو استوګنه په کې نشته.

دى وايي، ډېر مهال وسله وال مخالفين پر امنيتي ځواکونو د درنو وسلو ډزې کوي او کېداى شي د خلکو پر کورونو لګېدلې مرمۍ د هغوى له خوا توغول شوې وي.

خو ده وويل چې په دې اړه به معلومات وکړي، که دا انداختونه د ملي اردو د ځواکونو وي، نوى هغوى به يې مخنيوى وکړي.

په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو رييس ارکان جنرال واقف شاه د استوګنې پر سيمو انداختونه ردوي او وايي چې په اټغر کې د ملي اردو قراره ګاه له خلکو سره ښې اړيکې لري او د هغوى د ژوند د خونديتوب لپاره همدلته مېشته ده.

خو نوموړي بيا هم وويل چې په دې اړه به معلومات وکړي، که دغسې کومه ستونزه موجوده وي، نو هغوى به يې د حل لپاره جدي اقدام وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.