کابل (پژواک 3 کب ٩٣): د امريکا د بهرنيو چارو وزير په خپله نوې مقاله کي د تاوتريخجنې بنسټ پالنې له پديدې څخه د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ ويلي، چې دغې پديدې د نړۍ په هر ګوټ په تېره بيا له ډېرو مسلمانانو څخه ژوند اخيستى او لازمه ده، چې نړۍ يې پر وړاندې په يو موټيتوب اقدام وکړي.
جان کري په دې مقاله کې، چې په کابل کې د امريکا سفارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، خپل نظر له دغه ډول بنسټ پالنې سره په داسې ډول کښلى دى:
مونږد تاريخ په اوږدو کې د تېري، ټولوژنې، ګډوډۍ او ډېکټاټورۍ په څېر له بېلابېلو ګواښونو سره مخامخ شوي يو. نن له موږ څخه غوښتل کېږي چې له يوه نوي دښمن سره په نوې جګړه لاس پورې کړو. د جګړې ميدان او هغه وسله چې ښايي د دښمن د ماتې او برياليتوب ته د رسېدو لپاره ترې کار واخلو، بل ډول ده.
د تاوتريخجنې بنسټ پالنې را څرګندېدل، د ځوانې يوويشتمې پېړۍ پر وړاندې يوه وار دمخه زېږېدلې ننګونه ګڼل کېږي. د ماشومانو د بېرحمانه وژنې، د ښوونځي د نجونو د ډله ييزې تښتونې او د بې ګناه انسانانو د سرونو د پرې کولو پر وړاندې له پوځي ځواک څخه ګټه اخيستل، يو وړ او مناسب ځواب او تر ډېره اړين ګام دی. خو يواځې د پوځي ځواک پر مټ برياليتوب ته رسېدل ناشوني برېښي. دغه جګړه په اوږده مهال کې يواځې د لا پراخ او لا نوښتګر پوځي ځواک په کارولو سره د برياليتوب تر بريده رسېدلای شي.
اړينه ده، چې يوې خوندي او بسيا راتلونکې ته د رسېدو لپاره دا ومنل شي، چې تاوتريخجنه بنسټ پالنه هېڅکله د دين له لارې نه شي توجيه کېدلای. هېڅ روا دين خپلو پيروانو ته دا نه ور زده کوي، چې د کليو له خاورو سره خاورې کولو او يا په ځانوژونکو باندې د ماشومانو د اړولو په څېر داسې جرمونه تر سره کړي، چې د بيانولو وړ نه وي. په رښتينې توګه دغه راز ناولي کارونه هغه کسان تر سره کوي، چې د خپلو جرمي او وحشيانه کړنو د پټولو او پوښلو لپاره ديني ارشادات تحريفوي.
يوې خوندي او بسيا راتلونکې ته د لاسرسي لپاره ښايي د هغو اختلافاتو پر وړاندې يو موټی پاتې شو، چې ريښو يې له کرکې او تعصب څخه سرچينه اخيستې. په دې مبارزه کې فرقه ييز اختلافات هېڅ ځای نه لري او توجېه کېدلای نه شي. د اسلام-ډارونې او يهود-دښمنۍ لپاره هېڅ دليل شتون نه لري. تاوتريخجنې بنسټ پالنې د نړۍ په هر ګوټ کې د خلکو، په تېره بيا تر ټول زيات د مسلمانانو ژوند اخيستی دی. موږ ټول د اړونده توکم، دين او هېواد د په پام کې نيولو پرته تر ګواښ لاندې يو. موږ ښايي ترهګرو ته ښکاره کړو، چې د دوی کړنلارې زموږ يو موټيتوب لا پياوړی او زمونږ اراده نوره هم غښتلې کوي.
له دغې ښکارندې سره د مبارزې او د يو موټي توب د رامنځته کولو موخې ته د لاسرسي لپاره، ولسمشر اوباما په دغه اونۍ کې د يوې نړيوالې ناستې کوربه و، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په کې محلي، ملي، د مدني ټولنې او خصوصي سکټور مشرانو ګډون کړی وو.
دغه نړيواله ناسته چې په سپينه ماڼۍ او د امريکا د متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، د نړيوالو خبرو اترو د پراخېدو لامل شوه او تر ټولو مهمه دا چې، د عمل داسې يو پروګرام جوړوي چې د تاوتريخجنې بنسټ پالنې پر وړاندې د مبارزې او د هغه د مخنيوي لپاره تر ټولو وړ او غوره لارې چارې پېژني، شريکوي او په لاره اچوي او هر کله چې د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې سره راټول شي، د خبرو اترو يوه مهمه موضوع به د تاوتريخجنې بنسټ پالنې پر وړاندې د مبارزې پړاوونه وي، چې موږ د دغې اونۍ د ناستې په اجنډا کې ورباندې سلا شو او طرح شوې.
په اسانه ټکو، موږ د تاوتريخجنې بنسټ پالنې پر وړاندې د مبارزې لپاره د يوه نړيوال شراکت د رامنځته کولو په حال کې يو.
برياليتوب ايجابوي، چې د تاوتريخجنې بنسټ پالنې پر وړاندې د مبارزې لپاره نړۍ ته د سوله ييزو ټولنو توان او ځواک ور وښودل شي. برياليتوب ايجابوي چې نړۍ ته د تاوتريخجنو بنسټ پالو د لرليد پر وړاندې د ځواکمنو بديلونو لرونکې نړۍ په لور يو مثبت او فعال منظر وړاندې شي. برياليتوب ته د رسېدو لپاره اړينه ده چې له لاس انجلس څخه تر لاګاس پورې، له پاريس څخه تر پېښوره او له بوګاتا څخه تر بغداده ټول مشران ځواکمن کړل شي او دغه راز هڅو ته ښايي ملا ټينګه وتړل شي، ځکه ترهګر په فضا کې نه دي. هغوی د پراخو ټولنو خوښۍ او رضايت او د خلکو څرګند ملاتړ ته اړتيا لري. هغوی د وروسته پاتې او محرومو ټولنو له منځه د بشري ځواک په ګومارلو لاس پورې کوي. هغوی د خلکو له قهر، ناپوهۍ، غفلت او ناخوښۍ څخه ناوړه ګټه اخلي.
د زور او ځواک په مټ د نننيو ترهګرو له منځه وړل، له راتلونکو ترهګرو څخه د خونديتوب لاره نه شي تضمين کولای. موږ ښايي د دغه راز خوځښتونو د زېږېدلو په چاپېريال کې بدلون راولو. ښايي موږ د تاوتريخجنې بنسټ پالنې پر وړاندې له مبارزې سربېره د هغې د مخنيوي لپاره هم ځانونه ژمن وبولو. دا په هغو ټولنو کې د بديلونو د رامنځته کولو په معنا ده، چې د ترهګرو پرمختګ په کې زيات او ډېر د ليدلو وړ دی.
تر ټولو بنسټيزه موضوع ښه حکومتولي ده. دا کېدای شي حيرانوونکې نه وي، خو يوه حياتي چاره ګڼل کېږي. د هغو خلکو د خوښي او رضايت کچه چې حکومتونه يې له خپل ځان سربېره د هغوی اړتياوو ته کار کوي او هغوی ته د يوه غوره ژوند فرصت برابروي، د هغو کسانو په پرتله چې واکمن يې له ځانه سره کلاشينکوف يا ځانوژونکی واسکټ لېږدوي او يا له هغو ډلو سره مرسته کوي، چې په دې چاره بوخت دي، څو څو ځله لوړه ده.
موږ بايد هغه سيمې وپېژنو چې ډېرې زيان منونکې دي، هغه ځايونه چې له زياتو ګډوډيو سره لاس او ګرېوان دي او د تروريزم د څرګندېدو لامل ګرځي او يا ګوښې ته شوې دي او شونې ده، چې د تروريزم د پرمختګ او رامنځته کېدو په مرکز واوړي. دغه چاره د دې لامل ګرځي، چې ځوانان زده کړې وکړي، دنده تر لاسه کړي او په هغو کې د عزت او په ځان د اعتماد تصور ومومي. شونې ده چې دغه چاره د فساد د محوه کېدو او د قانون د حاکميت د دودېدو لامل شي، داسې چې ګوښه شوې ټولنې عدالت او امنيت احساس کړي. په زيات احتمال سره دواړه او تر هغو هم لا زيات څه.
په دې اړه مخکينۍ تجربې شتون لري چې زموږ لارښوونه وکړي. موږ په دې اړه د کار وړ وسيلې پېژنو او ورباندې ډاډه يو. همدارنګه د مثبت پرمختګ لپاره د نړيوالې ټولنې په توان پوهېږو، کله چې موږ له نورو ننګونو سره د مبارزې لپاره چې موږ يو بل ته لاس ورکړی دی، د بېلګې په توګه، د ايبولا د ناروغۍ پر وړاندې زمونږ يو موټې مبارزه يادولای شو. موږ د تاوتريخجنې بنسټ پالنې پر وړاندې د مبارزې لپاره د سرچينو، نوښتګرو اندونو او زياتې انرژۍ پانګه کولو ته اړتيا لرو.
د دغې اونۍ ناسته ټولې ستونزې نه شي هوارولای، خو نړيوالې هڅو ته سرعت بښلای شی. په روښانه بڼه بايد ووايم چې: په دغه لاره کې د اوږدو واټنونو لنډول حتمي چاره ده. موږ راتلونکو نسلونو ته يو روښانه پيغام لېږلای شو، چې د هغوی راتلونکې د ترهګرو د اجنډا او تاوتريخجنې اېډيولوژۍ پر اساس نه شي تعريف کېدلای. موږ به له ډاره سر ټيټ نه کړو او د يو بل په مرسته به بريالي شو.
په اصل کې، ټول په دغه مبارزه کې يو ډول نه يو ډول رول د ادا کولو لپاره لري، له ديني او ملي مشرانو څخه نيولي بيا تر علماوو او پوهانو، نادولتي موسسو او خصوصي سکټور پورې. زموږ ټوليز امنيت زموږ تر ټوليز ځواب پورې تړاو لري.
شلمه پېړۍ د خواشينۍ، غلامۍ، فاشيزم، ظلم او استبداد پر وړاندې د مبارزې پېړۍ پېژندل کېږي. اوس زموږ وار دی، د تاوتريخجنې بنسټ پالنې را څرګندېدل مونږ ټول، زمونږ ټولنې، زمونږ هېوادونه او د قانون نړيوال حاکميت تر ننګونې لاندې راولي. خو له تاوتريخوالي څخه ډک د بنسټ پالو ځواک را څرګند شوی چې زمونږ پاک لمني، عقل او ادب له منځه يوسي.