کابل (پژواک ٣ کب ٩٣): پخوانى ولسمشر حامد کرزى وايي، امريکا په افغانستان کې د پوځي اډو له تر لاسه کولو وروسته، خپلې موخې ته رسېدلې او له طالبانو سره د جګړې له دوام منصرفه شوه.
کرزي دغه موضوع “په سيمه کې د عدم تشدد عنعنه” تر سرليک لاندې سيمينار کې، چې د رڼا فکري مرکز او په کابل کې د هندوستان سفارت په ګډې همکارۍ جوړ شوى و، څرګنده کړې ده.
نوموړي په دې سيمينار کې د مذهبي تندلارۍ په اړه د لوېديځو هېوادونو په ځانګړي ډول د امريکا او همدارنګه د پاکستان پر سياستونو سختې نيوکې وکړې.
هغه وويل: “پاکستان د شوروي پر ضد د امريکا په مرسته له افراطيت (سخت دريځو ډلو) ګټه پورته کړه او همدارنګه يې دغه وسيله د افغانستان او هندوستان پر ضد وکاروله او تر نن ورځې پورې دغه کار کوي.”
د هېواد پخواني ولسمشر زياته کړه: “موږ جهاد وکړ، خپل هېواد مو ازاد کړ، ګټه يې امريکا ته ورسېده او د نړۍ يواځينى زبرځواک شو، ګټه يې اروپا ته ورسېده، المان متحد شو، اروپا لويه شوه، ګټه يې پاکستان ته ورسېده او دغه هېواد اټومي شو، د قوي استخباراتو خاوند شو او د پرمختللي ځواک خاوند شو، خو افغانستان بدبخته او بې وزله شو.”
د هغه په وينا، امريکا ازادي غوښتونکى او مجاهد افغانستان د شوروي له ماتې وروسته پاکستان ته وسپاره او پايله يې دا شوه، چې د افغانستان ځواکونه او جوړښتونه له منځه يوړل شول او تاريخ يې سرچپه وښودل شو.
کرزي د خپلو خبرو په دوام کې وويل: “له يوولسم سپټمبر (په ٢٠٠١ کال کې د القاعدې له لوري پر امريکا بريد) وروسته دغې لړۍ دوام پيدا کړ او چا زموږ خبرو ته غوږ ونه نيو، تر دې چې جنرال مشرف (د پاکستان پخوانى ولسمشر) په خپله اعتراف وکړ، چې دا په خپله پاکستان و چې افغانستان يې وراناوه.”
هغه څرګنده کړه، چې پر افغانستان د امريکا له بمبار سره له دې امله مخالف و، چې جګړه په افغانستان کې نه ده او دغه کار بايد دوام ونه کړي.
کرزي څرګنده کړه، چې هغه پاکستانيانو ته هم ويلي و، چې په وزيرستان کې د بې ګناه خلکو د کورونو د بمبار پر ځاى دې په دير او يا باجوړ کې خپل سياست ته بدلون ورکړي؛ د دغه هېواد په استخباراتو کې دې بدلون راوړي او له ترهګرۍ او افراط پالنې څخه دې د يوې وسيلې په توګه کار نه اخلي.
د دغه افغان سياستوال په باور، د ترهګرۍ پر وړاندې له قهريه ځواک ګټه پورته کول، د ترهګرۍ د ډېرېدو لامل کېږي، خو که چېرې نړۍ غواړي چې له يادې پديدې وژغورل شي، نو بايد په دې اړه له سياسي حل لارو چارو ګټه پورته کړي.
کرزي وويل: “زموږ خپلو طالبانو ته مو، څوک چې افغانان دي، پيغام دا دى چې پردى کټ تر نيمو شپو دى او ومو ليدل چې پردى کټ تر نيمو شپو وو. کله چې امريکا اډې تر لاسه کړې، ويې ويل چې طالب نور زموږ دښمن نه دى او دا په دې معنا چې طالبان زموږ (امريکا) په چوپړ کې وو.”
هغه يو ځل بيا په طالبانو غږ وکړ او زياته يې کړه: “طالبانو وروڼو! راشئ او د سولې خبرو اترو ته کېنئ، له حکومت سره خبرې وکړئ، د افغانانو په توګه، د ازادو افغانانو په توګه ترې په کلکه ملاتړ کوو.”
د ملي يووالي د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله، چې په دغه سيمينار کې يې ګډون درلود، په خپلو خبرو کې وويل، چې سوله د افغانستان د خلکو برحقه غوښتنه ده.
نوموړي په دې برخه کې هڅې پاک کوښښ وباله، خو څرګنده يې کړه، چې دغه کار بايد په پوره روڼوالي او د خلکو، د هېواد د سياسي مشرانو په جريان کې اچولو او د هېواد د ملي ګټو او د تېرو کلونو د لاسته راوړنو په ساتلو سره ترسره شي.
د دې سيمينار په بهير کې، په کابل کې د هندوستان سفير امر سينا، د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مرستيال غلام احمد بلور او د افغانستان د ملي امنيت پخواني سلاکار رنګين دادفر سپنتا هم خبرې وکړې.