Language

د بلخ مدني فعالانو د سولې د هڅو مشروط ملاتړ وکړ

مزارشريف (پژواک، ٣ کب ٩٣): د بلخ د مدني ټولنو يو شمېر فعالانو د يوې غونډې په ترڅ کې په مشروط ډول د سولې د روانو هڅو ملاتړ وکړ.

د مدني ټولنو يو شمېر فعالين د کب په ۳مه د شمال زون د ملي اردو د جلب او جذب په قوماندانۍ کې چې د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو د ۲۱ سرتېرو د تلين د نمانځنې په پلمه سره راغونډ شوي وو؛ له افغان حکومته د سولې په روانو هڅو کې په احتياط د ګام پورته کولو غوښتنه وکړه.

تېر کال د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوې پوستې د وسله والو په ډله ييز بريد کې ٢١ سرتېري ووژل شول.

په شمال زون کې د افغانستان د مدني ټولنو د ټولنې مسوول بهمن قادري د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی په مشروط ډول د سولې د روانو هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي زياته کړه چې افغان حکومت د افغان ځواکونو د بېساري سرښندنې او نړيوالې ټولنې په ملاتړ هر اړخيزې لاسته راوړنې لرلې.

د هغه په وينا، افغان حکومت ته په کار ده چې د سولې په روانو هڅو کې د تېرو لسو کلونو هر اړخيزو لاسته راوړنو د خونديتوب له اړخه ولس ډاډمن کړي.

قادري همداراز يادونه وکړه، هغه وسله وال طالبان بايد هېڅکله هم ونه بښل شي چې په مستقيمه توګه د عامو افغانانو او افغان ځواکونو په وژنه کې لاس لري.

د بلخ د نابينايانو د ټولنې مسوول يزدان پرست پژواک ته وويل چې دوی د سولې د روانو هڅو ملاتړ کوي خو چې افغان دولت د تېرو لسو کلونو جنايتونه هېر نه کړي.

نوموړي زياته کړه چې له وسله والو طالبانو سره سوله که په هېواد کې د جګړې د پای په موخه ترسره کېږي نو ښه خبره ده خو چې په تېرو کلونو کې د شوو جنايتکارانو له کړنو سترګې پټې نه شي.

هغه وويل: ((نن موږ د افغان ځواکونو د سرښندنې د ياد په موخه راغونډ شوي يو نو په دې خبره بيا ټينګار کوم چې دولت بايد هغه وسله وال په علني توګه محاکمه کړي چې د افغان ملي اردو او ملي پوليسو په وژنه کې ښکېل دي.))

د يادې غونډې په پای کې څو ماده ييز پرېکړه ليک صادر شو چې په کې د سولې په موخه روانې هڅې په دې شرط چې اساسي قانون تعديل نه شي، د تېرو کلونو لاسته راوړنې زيان ونه ويني؛ ملاتړ کوي.

همدا راز له ملي اردو سره د لاسنيوي په موخه د مرستې صندوق دې رامنځته شي چې هر افغان يې له لارې له خپلو سرتېرو سره مالي مرستې وکړي.

 

Related Topics