Language

د بلخ ولسوالۍ لرغونې سيمې بيارغونې ته اړتيا لري

مزارشريف (پژواک، ٤ کب ٩٣): د بلخ ولسوال وايي چې د هر اړخيزو مرستو او چارو له لارې بايد دې ولسوالۍ ته بېرته خپل تاريخي فرهنګي او مدني حيثيت ورکړل شي.

دغه څرګندونې د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ ولسوال تيمورشاه پاييز د کب په ۴مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

نوموړي زياته کړه چې ياده ولسوالي د تاريخ په اوږدو کې د خپل مدني، فرهنګي او علمي ارزښت له امله د ام البلاد په نوم ياده شوې؛ خو د بيارغونې د تېرو لسو کلونو په دوره کې ورته د همدې ارزښت په نظر کې نيولو سره کار نه دی شوی.

د افغانستان په لرغونو سيمو د ليکل شوي کتاب ((لرغونې مينه)) ليکوال مطيع الله اباسين وايي چې د بلخ تاريخي مخينه د افغانستان تر ټولو سيمو وړاندې ده. دا د تمدونونو مرکز، د نړي دويم ښار و.

نوموړی زياتوي چې دا لرغونې سيمه ځکه ام البلاد بولي چي ترټولو ښارونو مشهوره مرکزي او پخواني ده . اريايان د کډوالۍ پر مهال لومړی همدې ځای ته راغلل او بلهيکا يا اوسنی بلخ يې دتمدن لومړنۍ زانګو شوه.

همداراز په ويدا اوستا کې بلهيکا او بخدي ورته ويل شوي خو اوس همدا سيمه بلخ بولي.

د بلخ ولسوال تيمورشاه پاييز وويل چې که څه هم په تېرو څو کلونو کې د يادې ولسوالۍ د لرغونو سيمو او ځايونو د بيارغونې ځينې چارې ترسره شوې خو بسنه نه کوي.

تيمورشاه وايي، په دې برخه کې د نُه ګنبد جومات چې د افغانستان په کچه د لومړي جومات وياړ لري، د ځينو برخو د بياجوړونې چارې ترسره شوي، د ابو نصر پارسا جومات او د ګنبدې کارونه يې روان دي، سبحان قلي مسجد باندې کار روان دی او د مير روزه دار دلبراغا مزار له سره رغول شوی دی.

همداراز د ملا محمدجان د مزار موندنه او پرې مزار جوړېدل او د ولسوالۍ د بازار د عمومي باغ بيارغونه د لرغونو سيمو او ځايونو د بيارغونې په برخه کې د ياد وړ چارې دي چې ترسره شوې دي.

خو نوموړي زياته کړه چې لا هم په ياده ولسوالۍ کې لسګونه داسې لرغونې سيمې او ځايونه شته چې بيارغونې ته اړتيا لري.

د هغه په وينا، د بلخ بالاحصار او د مولانا جلال الدين محمد مزار او د پلرني کور چې ترکيې هېواد يې د بيارغونې ژمنه کړې خو لا يې چارې نه دې پيل شوې.

د بلخ ولسوال وويل چې بلخ په تاريخي مخينو کې د سيمې په کچه د علم د مرکز په توګه پاتې شوی خو دمګړۍ په دې ولسوالۍ کې د پوهنې روانه لړۍ له ټکنيتوب سره مخ ده.

نوموړي زياته کړه چې په ياده ولسوالۍ کې نږدې ۱۵۰ کلي دي، چې په کې ۴۳ ښوونځي دي، چې ۴۴ هلکان او نجونې په کې پر زده کړو بوخت دي.

د هغه په وينا، که څه هم په يادو ښوونځيو کې د ودانيو په برخه کې له کومې ځانګړې ستونزې سره مخ نه دي؛ خو ښوونيزې چارې يې په ځينو برخو کې ستونزې لري.

ولسوال وويل چې د کتابونو او د مسلکي ښوونکو کمښت د يادې ولسوالۍ ښوونيزه لړۍ له خورا ستونزو سره مخ کړې ده.

نوموړي همداراز په تېر کال کې د بيارغونې د شوو چارو په اړه وويل چې د ملي پيوستون له لارې د سلګونو پروژو د ترسره کېدو تر څنګ ځينې نورې ټولګټې پروژې هم عملي شوې دي.

هغه د بېلګې په توګه د چمتال او بلخ ولسوالۍ تر منځ د ۱۱کيلومتره سړک د کار پيل او د ولسوالۍ مرکز ته پر راغلو ۷ سړکونو چې ١٦کيلومتره کيږي د جغل اچونې يادونه  وکړه .

د بلخ ولسوال په ټوله کې د حکومتولۍ په برخه کې د عامو خلکو او حکومت تر منځ د واټن کمېدو لپاره د ځانګړو چارو په نه ترسره کېدو نيوکه وکړه.

نوموړي زياته کړه چې بايد د قومي مشرانو او په سيمه کې د شته سمو دودونو له لارې بايد د حکومت او عامو خلکو تر منځ واټن کې کمښت راشي.

د هغه په وينا، د ورته چارو د ترسره کېدو په موخه ولسوالان ځانګړو بوديجو ته اړتيا لري چې حکومت يې نه ورکوي.

ولسوال د بلخ ولسوالۍ امنيت د ياد ولايت نظر نورو ولسواليو ته ډاډمن وباله.

نوموړي زياته کړه چې په دې برخه کې د امنيتي ځواکونو هڅې د ستاينې وړ دي؛ خو د عامو خلکو ملاتړ او مرسته د يادې ولسوالۍ د امنيت په برخه کې لومړی ځای لري.

د بلخ ولسوال په عمومي ډول د يادې ولسوالۍ هر اړخيزه بيارغونه د ټول افغانستان د تاريخي ارزښت د بيا ژوندي کېدو لپاره مهمه وګڼله.

Related Topics