Language

سلګونه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي

ميدانښار- کلات- مزارشريف (پژواک، ٤ کب ٩٣): امنيتي مسوولينو په بېلا بېلو عملياتو کې د څلورو وسله والو د وژلو او د سلګونه کيلوګرامه چاودېدونکو توکو د ترلاسه کولو خبر ورکړى دى.

د زابل د شاه جوی ولسوال عبدالخالق د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د دې ولسوالۍ د حسن کارېز په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي ، درې نور ټپيان دي.

د ولسوال په وينا، له وسله والو څو ميله وسلې او يوه اندازه چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي او دولتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

همدارنګه د بلخ امنيه قومانداني وايي چې پوليسو په شولګرې ولسوالۍ کې دوه وسله وال طالبان وژلي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک ته وويل چې په وژل شوو کې د ملا ضياء په نوم د وسله والو يو ځايي سرګروپ هم شامل دى.

بلخوا د ميدان وردګو چارواکو د سلګونو کيلوګرامه چاودېدونکو توکو د ترلاسه کولو خبر ورکړى دى.

د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د سيداباد ولسوالۍ په باغک سيمه کې عمليات کړي او  اووه بورۍ چاودېدونکي توکي او په زياته اندازه مهمات يې ترلاسه کړي دي.

د هغه په وينا، په ترلاسه شوو توکو کې ٣٤٣ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ١٧ صندوقه ددهشکې مرمۍ، ٧ فيره د ار پي جي مرمۍ، ١٢ بوتله مايع مواد او نور توکي شامل دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics