Language

غزني: د اسلامي ثقافت مرکز ته د ٢٢٠ ميليون ډالرو ژمنه هېره شوه

غزني ښار (پژواک ۴ کب ۹۳): د غزني چارواکي او اوسېدونکي وايي کله چې غزني د اسلامي هېوادونو د ثقافت مرکز ونومول شو نو مرکزي دولت او بهرنيو مرسته کوونکو له دې ولايت سره د ٢٢٠ ميليونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه، خو يواځې ١٧ ميليونه يې ولګول.

نن په غزني کې د هغه کنفرانس په وياړ غونډه جوړې شوې وه چې په لړ کې يې په ٢٠١٣ کال کې د اسلامي  ثقافت د مرکز په توګه ونمانځل شو .

د غزني سرپرست والي موسی خان اکبرزاده وويل، کله چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې غزني ولايت د اسلامې هېوادونو د اسلامي ثقافت د مرکز اعلان شو هغه مهال د دولت په ګډون زیاتو نړیوالو هم له غزني سره د مرستي ژمني وکړې.

ده زياته کړه دوى ويلي وو چې په غزنې کې به تر ۲۰۱۳ کال پوري زیات کارونه کیږي خو متاسفانه چې هیڅ کار ترسره نه شو.

د ولايت سرپرست زياته کړه: ” په غزني کې د۲۲۰ میلیونو ډالرو ژمنه شوې وه خوله دې جملې څخه يې ۱۷ میلیونه راغلل او بس او دا کوم کارونه چې شوي له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۲ کال پوري شوي دي.

هغه په کابل کې لوړپوړي چارواکي له غزني سره په مرستو کې په ناغېړۍ تورن کړل.

ده يو ځل بيا پر لوړپوړو چارواکو غږ وکړ چې هرکال غزني ته لس میلیونه ډالره ځانګړي کړي څو د اسلامي ثقافت مرکز داسې جوړکړي چې له نړۍ څخه ورته سیلالیان راشي.

ده وويل چې په ٢٠١٣ کال کې بايد ډېر کارونه شوې واى، له هغې جملې څخه د هوايي میدان، مارکېټونو، پنځه ستاره هوټلونو او د لویو تجارتي مرکزونو جوړول وو خو دا چې ورته د وزارتونو له خوا پيسې ځانګړې نه شوې، نو دا کارونه ونه شول.

 د غزني د ولایتي شورا مرستیال عبدالجامع جامع وايي : “مرکزي دولت له غزني سره جفا کړې ده.”

جامع زياته کړه: “یواځې په ښار کې څه ناڅه کارونه شوي خو د غزني په ۱۸ ولسوالیو کې د بیارغونې او نورو برخو کې هیڅ کار نه دى شوى.

قومي مشر عبدالرحمن حکیمي هم په مرکزي دولت تور لګوي او وايې کله چې غزني ولایت د اسلامي هیوادونو د اسلامي ثقافت مرکز ونومول شو، هغه مهال دولت او نړیوالوټولنو د زیاتو مرستو ژمنه کړې وه خو یوه يې هم عملي نه شوه.

هغه وويل چې که څه هم اوس ناوخته ده خو دولت بايد له غزني سره کړې ژمنې پوره کړي.

  غزني ولايت په ۲۰۰۷ میلادې کال کې د لیبیا په پلازمېنه ترابلیس ښار کې د ۲۰۱۳ کال لپاره د اسلامي هیوادونو د اسلامي ثقافت پلازمېنه ونومول شو .

Related Topics