ښرنه (پژواک، ٤ کب ٩٣): په پکتيکا کې د ښځو له حقونو د دفاع لپاره يوه شپږ کسيزه کمېټه جوړه شوه، چې څلور ديني عالمان او دوه ښځې په کې ګډون لري.
دا پرېکړه، نن د ښځو له حقونو د دفاع په موخه د جوړې شوې غونډې په پاى کې وشوه. ياده غونډه د ابرار خيريه موسسې او ښځو چارو رياست له لوري رابلل شوې وه.
د پکتيکا مرستيال والي عطاءالله فضلي، غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، د دې لپاره چې ښځې خپل حقونه ترلاسه کړي، نو ولايتي چارواکي به عملي ګامونه پورته کړي او له تشريفاتي خبرو به ډډه وشي.
ده زياته کړه، چې اسلامي شريعت ښځو او نارينه وو ته يو ډول حقونه ورکړي، خو دا ددې ټولنې ناخوالې دي، چې ښځې يې له امله نه دي توانېدلي چې خپل حقونه په سمه توګه ترلاسه کړي.
د پکتيکا د ښځو چارو رييسې بې بې هوا خوشيوال، پژواک اژانس ته وويل چې په سيمه کې د ناوړو دودونو او رواجونو په له منځه وړلو کې بايد ديني عالمان خپل مسووليت ترسره کړي.
د هغې په وينا، اسلام ښځو ته ډېر حقونه ورکړي، خو د تعليمي کچې د کموالي له امله، ډېر خلک لا هم پرې خبر نه دي.
نوموړې وايي، همدې اړتيا ته په کتو، دوى پرېکړه وکړه چې د ښځو له حقونو د دفاع لپاره يوه شپږ کسيزه کمېټه جوړه کړي.
د پکتيکا د ښځو چارو رييسې زياته کړه: “دغه شپږ کسيزه کمېټه، چې له څلور ديني علماوو او دوو ښځو جوړه شوې، د ښځو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې به مثبت رول ولوبوي.”
خوشيوال په دې کمېټه کې د علماوو شتون، يو نېک ګام وباله او زياته يې کړه، چې ياد ديني عالمان به په خپلو تقريرونو کې د اسلامي شريعت په رڼا کې خلکو ته د ښځو د ټولو ورکړل شويو اسلامي حقونو په اړه لازم پوهاوی ورکړي.
د هغې په خبره، ديني عالمان د ستونزو په هواري کې د پام وړ رول لوبولى شي.
د پکتيکا د حج او اوقافو رييس قاضي ضبط الله وويل، چې جوړه شوې شپږ کسيزه کمېټه به د ښځو د حقونو د خونديتوب، ساتنې او نورو برخو کې نه ستړي کيدونکې هلې ځلې وکړي.
هغه وايي: “ښځه د پلار او خسر له دواړو کورونو څخه خپل حقونه ترلاسه کولای شي؛ خدای امر کړی چې تاسو د ميراث خپل حق ښځو ته هم وسپارئ.”
د دې شپږ کسيزې کمېټې غړې امينې خاتون، پژواک ته وويل چې دوی به د ديني علماوو پر مټ د ښځو د حقونو د ورکړې او ساتنې په برخه کې د ورکشاپونو او منبرونو له لارې خلکو ته پوهاوی ورکړي، ترڅو ښځو ته خپل حقونه ورکړل شي.
ياده دې وي، چې په دې غونډه کې يو شمېر ښځو، ديني علماوو، دولتي چارواکو، مدني فعالانو او سيمه ييزو مخورو برخه اخيستې وه.