مزارشريف (پژواک، ٥ کب ٩٣ ) : د بلخ ولايت د کرنې رياست مسوولين او کروندګر په بلخ کې د روان ژمي دويمه واوره د للمي ځمکو لپاره ګټوره، خو د ميوه لرونکو ونو لپاره په مشروط ډول زيانمنه بولي.
د بلخ ولايت په مرکز او ولسواليو کې له تېر ماښامه د شپې تر ناوخته پورې واوره ورېدلې ده، چې په روان ژمي کې دا دويمه واوره ده.
د دغه ولايت دکرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس د کب په ۵مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې واوره په هر حالت کې د اوبو د زېرمې په توګه ګڼل کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې واورين او باراني ژمي د للمي کښتونو لپاره د اوبو لومړۍ سرچينه ده او د ابي ځمکو لپاره د سيندونو د اوبو د زياتوالي لامل ګرځي.
د هغه په وينا، د بلخ ولايت په څېر سيمو کې چې د کرنيزو اوبو له خورا کمښت سره مخ وي او د للمي ځمکې ډېرې لري؛ د ورته واورو ورښت د کرنې په برخه کې ګټور وي.
شمس وويل، چې له تېرې شپې د بلخ په ګډون د شمال زون په بېلابېلو ولايتونو کې د روانو ورښتونو له امله په دغه سيمه کې د کرنيزو اوبو په کچه کې د زياتوالي تمه پيدا شوې ده.
د بلخ ولايت د البرز اوسېدونکي ميرو پژواک ته وويل، چې ۵۰ جريبه للمه ځمکه يې کرلې، خو په روان ژمي کې د واور د کمښت له امله ورته اندېښمن و.
نوموړي زياته کړه، چې که څه هم په دې وروستيو کې د شويو بارانونو له امله د للمي ځمکو کښتونه د ښه کېدو په حال کې و، خو د واورو ورښت د اوږدمهال لپاره د اوبو په سرچينو کې زياتوالی روالي، چې للمي ځمکې ورته ډېره اړتيا لري.
د هغه په وينا، اوس په تمه دي، چې سږکال به يې ممکن للمي ځمکې ښه حاصل ورکړي.
خو د بلخ ولايت د کرنې رييس کاتب شمس وويل، چې د ژمي په وروستۍ مياشت کې د واورو ورښت د ګټې تر څنګ په ځينو حالتونو کې زيانونه هم لري.
نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال د بلخ ولايت په ګڼ شمېر ولسواليو کې بادامو، زردالو او شفتالو ګلونه غوړولي، چې امکان لري شوې واوره ورته زيان ورسوي.
هغه وويل: ((که چېرې په راتلونکو ۴۸ساعتونو کې د حرارت درجه له منفي ۵ سانتي ګراد څخه ښکته شي،نو د ميوو د هغو نيالګيو چې ګلان يې غوړولي وي، د يخ وهلو امکان خورا زيات دی.))
شمس زياته کړه، چې که د حرارت درجه په عادي حالت کې پاتې شي نو بيا ميوو ته هم ګټه رسوي.