Language

تګاب کې ١٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

محمودراقي (پژواک، ٥ کب ٩٣): د کاپيسا ولايت امنيتي مسوولين وايي چې د تګاب ولسوالۍ په جګړه کې ١٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه فقيراحمد صديقي د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا جګړه وړمه ورځ پيل او تېره ورځ ناوخته پاى ته ورسېده.

هغه زياته کړه چې د دولتي ځواکونو يو کاروان اله ساى ولسوالۍ ته اکمالات کول چې د تګاب ولسوالۍ په انار جوى او نورو سيمو کې وسله والو پرې بريد وکړ او چاودنې هم وشوې.

دى وايي چې دولتي ځواکونه له وسله والو سره په جګړه کې ښکېل شول چې په پايله کې يې دوه د ملي اردو سرتېري ووژل شول او دوه نور ټپيان شوي دي.

صديقي وويل وسله والو په سيمه کې د تګاب ولسوالۍ د ولسوال کور هم سوځولى دى.

نوموړي زياته کړه چې په دې جګړه کې ملکي وګړو او وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

د معلم عطاء الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د هغه په وينا، ټپيان د پنجشېر ولايت او کابل روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دى وايي چې په دې جګړه کې درې وسله وال هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې نښته کې يې تر لسو ډېرو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.