Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز (پژواک، ٥ کب ٩٣): د کندوز ولايت د شېرخان بندر ګمرک عوايدو کې د تېر کال په پرتله دوه سوه ميليونه افغانۍ کموالى راغلى چې لاملونه يې د ټاکنو د لړۍ اوږدېدل، د وزارتونو سرپرستي او امنيتي ستونزې بلل شوې دي.

شېرخان بندر په کندوز کې له مهمو ترانزيټي بندرونو بلل کېږي چې له تاجکستان سره په ګډه پوله پروت دى او ملي او نړيوال سوداګر خپل سوداګريز مالونه له منځنۍ اسيا، منځني ختيځ، مرکزي اسيا او فارس خليج هېوادونو څخه له همدې لارې افغانستان ته واردوي.

د شېرخان بندر مشر شهاب الدين باور وايي چې د تېر کال عوايد له ٧٠٠ ميليونه افغانيو څخه ډېر و، خو سږ کال څه باندې ٥٠٠ ميليونه افغانيو ته رسېدلي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ګمرک د عوايدو د کموالي عمده لاملونه، په هېواد کې د سياسي ثبات نه شتون، د ټاکنو د لړۍ اوږدېدل، د وزارتونو سرپرستي، د ملي سوداګرو نه خونديتوب او د شېرخان بندر په اوږدو کې د امنيت نه شتون تشکيلوي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لومړى پړاو د روان کال د وري مياشتې په ١٦مه او دويم بيا د غبرګولي مياشتې په ٢٤مه نېټه ترسره شو چې پايلې يې شپږ مياشتې وروسته اعلان شوې چې دغه وضعيت د نورو برخو تر څنګ د سوداګرۍ پر چارو هم ناوړه اغېز پرېباسلى دى.

همدارنګه کابينه هم له دريو مياشتو وروسته اعلان شوه او نوماند وزيران د مرغومي په ٣٠مه ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستو په موخه ور وپېژندل شول، خو د ٢٤ نوماندو وزيرانو له ډلې يې يوازې اوو وزيرانو او د ملي امنيت رييس د باور رايه ترلاسه کړه او د نورو وزارتونو چارې لا تر اوسه پورې د سرپرستانو له لوري پر مخ وړل کېږي.

د شېرخان بندر له لارې افغانستان شکر، لاسي صنايع، سمنټ، تازه مېوه او نور شيان صادروي او همدرانګه له همدې لارې سيخ ګول، نفتي توکي، ودانيز توکي او خوراکي توکي را واردوي.

د شېرخان بندر د ګمرک مشر وايي چې له دغه بندره هره ورځ ٥٠ موټره صادرات خو واردات بيا تر دوو موټرو پورې کېږي.

د کندوز والي محمدعمر ساپي، د وارداتو کمښت د نه منلو وړ بولي او ويې ويل هڅه کوي چې ظرفيتونه لوړ کړي او د دغه بندر له لارې د وارداتو کچه لوړه کړي.

هغه د سوداګرو لپاره د سوداګريز بندر رغولو، د خصوصي سکټور پياوړتيا او د سرحدونو تر منځ د سوداګرۍ لپاره زمينې جوړولو ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې د دغه پلان په عملي کولو سره به شېرخان بندر د هېواد د نورو بندرونو تر څنګ خپل مقام ترلاسه کړي.

سوداګر وايي چې د دوى سوداګريزې چارې ښې دي، خو دولت بايد د دوى د خونديتوب او امنيت برخو کې ګام پورته کړي.

په شېرخان بندر کې د بورې يوه سوداګر محمدنسيم وويل: “زموږ يوه ستونزه د شېرخان بندر په لويه لار کې د نا امنيو ډېرېدل دي چې ډېرى سوداګر دې ته زړه نه ښه کوي څو خپلې توکي له دې لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته ولېږدوي.”

دغه سوداګر وايي، که څه هم په وروستيو مياشتو کې داسې کوم عمده ګواښ چې د سوداګرۍ د خرابېدو لامل شي، شتون نه درلود، خو د سوداګرو په ځانګړي ډول د شېرخان بندر د تصدۍ د کارکوونکو تښتولو د دوى پر روحيې منفي اغېز پرېښى او امنيتي چارواکي بايد په دې برخه کې ګامونه پورته کړي.

خو د کندوز والي وايي، هڅه کوي چې د سوداګرو د ستونزو او ګواښونو د له منځه وړو په برخه کې کلک ګامونه پورته کړي، څو خپلې سوداګريزې چارې په ښه ډول پر مخ يوسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.