Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز پوليسو پر يوې اووه کلنه نجلۍ د جنسي تېري مخنيوى وکړ

کندوز (پژواک، ٥ کب ٩٣): د کندوز ولايت پوليسود کندوز ښار اړوند ساحه کې يو ١٧ کلن هلک په داسې حال کې نيولى چې پر يوې اووه کلنه نجلۍ يې د جنسي تېري هوډ درلود.

 

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالصبور نصرتي وايي چې تېره ورځ مازديګر مهال دغه ځوان لومړۍ نجلۍ له کوڅې په زور يوې څلور دېوالي ته بيولې وه او د هغې له بربنډولو وروسته يې پرې د تېري نيت درلود چې د د نجلۍ له ډېرو چيغو ځايي خلک خبر شول او پوليسو ته يې احوال ورکړ.

 

نصرتي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليس ساحې ته ورسېدل، دغه ځوان يې ونيو او نجلۍ د امنيې قوماندانۍ له خوا خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه.

 

د کندوز د کلا زال ولسوالۍ اوسېدونکى سعيدالله چې پر دې نجلۍ د تېري شک پرې کېږي، پوليسو نيولى.

ده په خپل کړي عمل پښېمانې ښودلې او له حکومته يې د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

خو د دغه ماشوم مور او پلار له پوليسو د مننې په څرګندولو سره له دولته غوښتنه وکړه چې دغه کس دې مجازات کړي.

امنيه قوماندان وويل چې هلک د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ته لېږدول کېږي او دوسيه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

د ښځو چارو وزارت او د بشري حقونو بنسټونو هم تل ټينګار کړى چې پر نجونو او ښځو د تېري او ځورونې عاملانو ته دې د بښنې پر ځاى سخته جزا ورکړل شي.

د ښځو چارو وزارت شمېرې څرګندوي چې سږ کال د تاوتريخوالي څه باندې څلورو زرو پېښو له ډلې پر ١١٠ ښځو او نجونو جنسي تېري شوي او ځينې نورې يې وژل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر نجونې او ښځې تر فردي او ډله ييز جنسي تېري وروسته په ناوړه ډول وژل کېږي.

په تازه ډول د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې  يوه ١٤ کلنه نجلۍ د ناپېژانده وسله والو له خوا له تېري وروسته وژل شوې او پوليسو يې د دې قضيې په تړاو لېور او يو بل کس نيولي دي.

تېره مياشت د فارياب په قرغان ولسوالۍ کې پر يوه پنځه کلن ماشوم تېرى شو او وروسته يې سر پرې شو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.