Language

“د کډوالو د ستونزو هواري لپاره دې يو منظم پروګرام پام کې ونيول شي”

کابل (پژواک ٥ کب ٩٣): د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني، په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان کډوالو ځورونې او ستوتزو ته په اشارې سره د يادو کډوالو ستونزو د حل لپاره د يوه منظم پروګرام د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

 د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر دغه موضوع نن د کډوالو چارو وزارت او مرسته کوونکو بنسټونو له چارواکو سره د يوې ناستې په ترڅ کې ياده کړې ده.

 د دغې ناستې په پيل کې د کډوالو چارو وزارت او مرسته کوونکو بنسټونو چارواکو، ولسمشر ته د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ.

 ولسمشر غني، د دغه راپور له اورېدو وروسته له ياد وزارت او مرسته کوونکو بنسټونو وغوښتل، څو داسې يو منظم پروګرام چې لنډمهال، منځ مهال او اوږدمهال ګامونه په کې څرګند شوي وي؛ د کډوالو د ستونزو د هواري په موخه په پام کې ونيسي.

 هغه څرګنده کړه، چې د کابينې په راتلونکې ناسته کې به د کډوالو د ستونزو د حل د څرنګوالي په اړه اړونده مسايل وڅېړي او بايد لومړۍ هڅه يې دا وي، چې افغان کډوال په ګاونډيو هېوادونو کې ونه ځورل شي.

د مهاجرينو وزارت او اړونده مرستندويه بنسټونو د معلوماتو له مخې، اوسمهال شا وخوا پنځه ميليون افغان کډوال چې د هېواد د وګړو ٢٠ سلنه تشکيلوي، په پاکستان او ايران هېوادونو کې ژوند کوي. ويل شوي چې د دغو کسانو نيمايي يې د اوسېدو قانوني سندونه نه لري.

 د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې اوسمهال په دغه هېواد کې ٩٤٠ زره قانوني افغان کډوال او له يو ميليون او ٤٠٠ زره څخه زيات نور کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، په ياد هېواد کې ژوند کوي.