کابل- کلات (پژواک، ٥ کب ٩٣): د کورنيو چارو وزارت وايي چې ټول امکانات يې په لاره اچولي څو په زابل کې تښتول شوي کسان وژغورل شي.
تر دې مخکې نن سهار د زابل د شاه جوى ولسوالۍ امنيه قوماندان محمدالله احمدي پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې له يوه بس موټره د يوشمېر سپرليو د تښتونې پېښه پرون ماښام شاوخوا پنځه بجې د دې ولسوالۍ د پښ کندې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې ناپېژانده وسله والو له ٣٠٣ موټره ٣٠ مسافر ښکته کړي او بيولي، خو وايي چې د دغو مسافرو هويت تر اوسه نه دى معلوم.
د کورنيو چارو وزارت له خوا د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د دې پېښې په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو سره سم د يادو کسانو د خوشې کولو په اړه هڅې پيل کړې دي.
سرچينې زياته کړې: ((وزارت د دغو کسانو د خوشې کولو لپاره خپل ټول امکانات په لاره اچوي.))
د کورنيو چارو وزارت ويلي چې دا کسان د شاجوى ولسوالۍ کند پست سيمې ته لېږدول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي اړوندو مسوولينو ته سپارښتنه کړې چې د دغو کسانو د خوشې کولو لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
بلخوا د شاه جوى ولسوالۍ امنيه قوماندان محمدالله وايي چې د دوى وروستي معلومات ښيي چې تښتول شوي کسان ژوندي دي. د دغه ولايت داى چوپان او يا هم خاک افغان ولسواليو ته لېږدول شوي دي.
هغه زياتوي چې د زابل ولايتي چارواکي او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت استازي عبدالقادر کلاتوال سيمې ته يو شمېر سپين ږيري او قومي مشران لېږلي دي.
خو د ارغنداب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې تښتول شوي کسان دې ولسوالۍ ته راوړل شوي دي.
يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې ياد کسان په سيمه کې د وسله والو طالبانو د يوه ځايي قوماندان ملا عبدالحنان د کسانو له خوا تښتول شوي دي.
د زابل چارواکي وايي چې د غزني پيما شرکت دغه ٣٠٣ موټر له هرات څخه د کابل پر لوري روان و، چې زابل کې ترې مسافر وتښتول شول.
د هرات ولايت د ترانسپورټ رياست اداري مدير عصمت الله سروري پژواک اژانس ته وويل چې د تښتول شووکسانو هويت نه دى معلوم.
هغه زياتوي چې د ياد شرکت مسوولينو ته معلومات ورکړي چې وسله والو د پوليسو جامې پر تن وې او مخونه يې پټ وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP