Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې پوليسو له چاودېدونکو توکو ډک موټر نيولى

لښکرګاه (پژواک، ۵ کب ۹۳): د هلمند چارواکي وايي چې د ذوالفقار په عملياتو کې تېره ورځ ١٧ وسله وال له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي او پوليسو نن په ګرشک ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نيولى دى.

د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وايي چې تېره ورځ طالبانو د نادعلي ولسوالۍ د شنه کلي په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد وکړ.

ده وويل چې پوليس د طالبانو پر پلان پخوا خبر شوي وو او ځانونه يې چمتو کړي وو.

ده وويل چې په نښته کې څلور طالبان ووژل شول ، پنځه نور ټپيان شوي او همدا راز د هغوى څلور ميله وسلې او يوه مخابره هم د پوليسو لاس ته ورغله.

بلخوا په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځی وايي تېره شپه يې د ذوالفقار عملياتو په دوام د امنيتي ځواکونو له خوا د ناوې ولسوالۍ د ترخه ناور په مربوطاتو کې ۱۳ وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

ده وويل چې په جګړه کې يوه اندازه وسله هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.

امنيتي چارواکي وايي چې د تېرو درېيو ورځو په لړ کې امنيتي ځواکونو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي چې په موسی کلا کې د يوه ماين په چاودنه کې څلور عسکر وژلي او درې يې نور ټيپان کړي دي، خو امنيتي چارواکي چاودنه ردوي.

همدا راز د يو بل خبر له مخې، د ګرشک ولسوال محمدفهيم موسى زوى وايي چې نن غرمه مهال پوليسو د دې ولسوالۍ په بازار کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نيولى دى.

موسى زوى وويل چې پوليسو ته د دغه موټر په اړه له وړاندې معلومات ور رسېدلي وو او دوى هم په دقيق ډول د موټرو تلاشي او څارنه پيل کړې وه.

موسى زوى وويل چې له ګڼې ګوڼې په ګټه اخيستو د موټر چلونکو له سيمې ځان و ايست. د ولسوال د معلوماتو له مخې چاودېدونکي توکي په کرولا موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو چې تر کشفېدو وروسته د پوليسو له خوا شنډ شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.