Language

پوليسو يو ځانمرګى نيولى

ښرنه (پژواک ٥ کب ٩٣): د پکتيکا چارواکي وايي، چې د دې ولايت په سرروضې ولسوالۍ کې يې يو ځانمرګى بريدګر موخې ته له رسېدو وړاندې، ژوندى نيولى دى.

د سرروضې ولسوال خيرمحمد خيرخواه، پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد بريدګر نن سهار شاوخوا ٩ بجې غوښتل، چې د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوځي، خو د پوليسو له لوري په نښه شوى او ژوندى يې نيولى دى.

ده زياته کړه، له نوموړي څخه له چاودېدونکو توکو ډک يو واسکت، يوه کلاشينکوف او څو لاسي بمونه هم نيول شوي دي.

د هغه په وينا، دا بريدګر سرور نومېږي، ١٨ کاله عمر لري او د همدې ولايت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

ياد ځانمرګي له خبريالانو سره په خبرو کې په خپل جرم اعتراف کړى او ويې ويل، چې په پاکستان کې يې ديني زده کړې کړي  او د هغه ځاى ديني علماوو وهڅاوه، ترڅو په افغانستان کې ځانمرګى بريد وکړي، خو پوليسو ونيوه.

دى زياتوي، دغه راز يې درې کاله د طالبانو په ليکو کې هم تېر کړي دي.

د پکتيکا سرپرست امنيه قوماندان نثاراحمد عبدالرحيمزي بيا وويل، چې نوموړي بريدګر غوښتل چې د سرروضې په امنيه قوماندان بريد وکړي، خو پوليسو له وړاندې د هغه په اړه راپورونه ترلاسه کړي وو او ويې نيوه.

 

Related Topics