مزارشريف ( پژواک، ٦ کب ٩٣ ) : د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې يوې مېرمنې د خپل لېوره په مرسته خپل مېړه وژلى دى.
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير صلاح الدين سلطان د کب په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مزارشريف ښار په علي شېرنوايي سيمه کې تېره شپه يوې مېرمنې د لېوره په مرسته خپل مېړه وژلی دی.
نوموړي زياته کړه، دوی ته ددغې پېښې په اړه ياده مېرمن عارض شوې وه، چې کور يې غلو لوټلی او خاوند يې وژلی دی.
د هغه په وينا، سيمې ته له ورتګ او جنايي څېړنو وروسته په ډاګه شوه ، چې د کور مېرمنې خپله خاوند په خپله وژلی او بيا يې امنيتي ارګانونو ته عريضه کړې ده.
سلطان وويل، که څه هم د يادې پېښې په تړوا يې څېړنې روانې دي؛ خو تر دې دمه ګومان کوي، چې ممکن د ښځې او لېوره د نامشروع اړيکو له امله نوموړې ښځې خپل خاوند وژلی وي.
خو د يادې مېرمنې لېوره ۲۵کلن اخترمحمد چې پوليسو نيولی ، پژواک ته وويل چې له خپلې وريندار سره هېڅ ډول نامشروع اړيکه نه لري.
نوموړي زياته کړه: ((ورور مې زما د وژلو قصد درلود، زه په ښار کې يوه نومره ځمکه لرم، چې زما له وژلو وروسته يې هغه خپلوله، نو چې کله يقيني شوم، چې هغه مې وژني نو وار مې پرې ور ړومبی کړ.))
د وژل شوي تن مېرمن راکيه چې د پوليسو په ولکه کې ده، پژواک ته وويل، يو کال يې د واده کېږي؛ خو له خپل مېړه سره له تاوتريخوالي د ډک ژوند له امله مجبوره شوه، چې ويې وژني.
نوموړې زياته کړه، چې د لېوره له خوا په راوړل شوې چاړه يې د شپې ناوخته په داسې حال کې چې مېړه يې ويده و، په ستوني کې وواهه او ووژل شو.
جنايي مدير همداراز د مزارشريف ښار د يو ټکسي چلوونکي د تښتونې او وژنې په تور د درې کسانو د نيولو خبر هم ورکړ.
نوموړي زياته کړه، چې د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکو درې ځوانانو، له مزارشريف ښار څخه د حمزه په نامه ټکسي چلوونکی، يو مياشت وړاندې له تښتونې وروسته وژلی و.
د هغه په وينا، يادو کسانو د حمزه له کورنۍ څخه د يو ميليون افغانيو غوښتنه کړې وه، چې د يادو پيسو نيمايي اندازه يې ور رسولې وه خو بيا يې هم تښتول شوی تن وژلی و.
جنايي مدير وويل، په روان کال کې د بلخ ولايت په کچه له دوی سره د وژنو ۹۰ پېښې او د تښتونې ۶ پېښې ثبت شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د وژنو په ۹۰ پېښو کې يې د ۸۰ سلنه پېښو عاملين نيول شوي او د نورو پر وړاندې يې جدي کار روان دی.
د هغه په وينا، په روان کال کې ډېرې وژنې د طالبانود جګړې،د ناموس په سر او شخصي تربګنيو له امله رامنځ ته شوې دي.
نوموړې که څه هم کره معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل چې د تېرکال په پرتله په جنايي پېښو کې لس سلنه کمښت راغلی دی.