Language

کابل (پژواک ٦ کب ٩٣): له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې وروستيو ورښتونو که څه هم په راتلونکي کال کې د وچکالۍ اندېښنې لرې کړې، خو لسګونو کسانو د واورو ښويېدنو او ورښتونو له امله ژوند له لاسه ورکړى دى.

د هېواد په باميانو، بادغيس، غور، بلخ، کابل، پنجشېر، بغلان، فراه او يو شمېر نورو ولايتونو کې د وروستيو درېيو ورځو ورښتونو، له انساني مرګ ژوبلې پرته سلګونه حيوانات هم له منځه وړي او د ځينو ولايتونو نښلوونکې لارې يې له ګاونډيو ولايتونو او ولسواليو سره پرې کړې دي.

له پېښو سره د مبارزې ادارې مرستيال محمد اسلم سياس، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د واورې ورېدو، سختو توپانونو او واورې ښويېدو له امله په باميانو، بدخشان، پنجشېر، هرات او سرپل ولايتونو کې ٤٣ کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى.

ده زياته کړه، اوسمهال هم په ډېرو ولايتونو کې سخته واوره ورېږي، چې د نورې مالي او ځاني مرګ ژوبلې احتمال هم شته.

د هغه په وينا، له دې وړاندې د ولايتونو په کچه مرسته رسېدلي، چې د دغې ادارې د اړوندو ادارو له لوري به په ښه ډول په اړو کورنيو ووېشل شي.

سرچينې زياته کړه، چې د ولايتي بېړنيو کمېټو مشري واليان کوي.

له پېښو سره د چمتووالي ادارې مرستيال زياته کړه: “د غبرګولي مياشتې تر وروستيو پورې د بارانونو د ورښت احتمال شته، خو په يو شمېر ولايتونو کې چې د ورښتونو کچه په کې کمه ده، نو د اوبو د کمښت له امله به يې په حاصلاتو کې بدلون راشي.”

بلخوا په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د واورې ډېر ورښت د باميانو ټولې نښلوونکې لارې د دغه ولايت له ولسواليو او ګاونډيو ولايتونو سره تړلې دي.

د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي پژواک ته وويل، هغه ١١ لوري چې باميان له نورو ولايتونو او د دغه ولايت ولسوالۍ له يو بل سره نښلوي، تړل شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د شاتو، صدبرګ، اقرباط، خارقل، شيبر، حاجيګک، قوناق او شيدان کوتلونه اساسي لارې دي، چې اوسمهال د واورې ورېدو له امله بندې دي.

احمدي د دې خبرې په څرګندولو سره چې نښلوونکې لارې به د قراردادي شرکتونو له لوري، چې د دغو لويو لارو د پاکولو مسووليت لري، په راتلونکو نږدې ورځو کې پرانيستل شي، زياته کړه چې د هوا د توپان له امله سيمه ييزه اداره له ټولو لورو څخه د تګ راتګ لپاره اجازه نه ورکوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په پنجاب، ورس او يکاولنګ ولسواليو کې د واورې د ورښت کچه له ٥٠ څخه تر ٨٠ سانتي مترو، د باميانو په مرکز او په شيبر او سيغان ولسواليو کې بيا دغه کچه تر پنځوس سانتي مترو پورې رسيږي.

عبدالحميد چې د کابل-باميانو پر لويې لار مسافر لېږدوي، پژواک ته وويل، تر هغه مهاله چې د شيبر کوتل لار پاکه نه شي، نو موټر چلوونکي د کابل-باميانو پر لويې لار مسافر نه شي لېږدولى.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د باميانو په يکاولنګ ولسوالۍ کې د واورې ښويېدو له امله د يوې کورنۍ څلورو غړو ژوند له لاسه ورکړى دى.

د يوه بل خبر له مخې، بغلان ولايت کې د درنې واورې د ورښت په پايله کې سلګونه حيوانات له منځه تللي او د دغه ولايت له مرکز سره د لسو ولسواليو نښلوونکې لارې تړل شوې دي.

د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک ته وويل، چې د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې ان تر دوه مترو پورې واوره ورېدلې ده.

هغه زياته کړه، چې د همدې ورښتونو له امله د پلحصار، ديصلاح، بنو، تاله وبرفک، ګذرګاه نور، جلګه، فرنګ او خوست ولسواليو نښلوونکې لارې له مرکز سره تړل شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پوليسو له پرون  شپې راهيسې، سلګونه مسافر چې د سالنګ شمال، کوتل پلفي او اندراب لويو لارې کې ګېر پاتي شوي وو، امن سيمو ته لېږدولي دي.

امرخېل زياته کړه، چې پوليس په يواځې توګه سره د ټولو ګېر شويو مسافر اړتياوې نه شي پوره کولى، ښه به وي چې له دغو کسانو سره ژر تر ژره مرسته کوونکي بنسټونه مرسته وکړي.

د دوشي ولسوالۍ د اهنګرانو کلي اوسېدونکي حاجي نصرت الله پژواک ته وويل، چې د دوى د کلي لسګونه اوسېدونکي له دې امله چې کورونه يې د ډېرو واورو ورېدو له امله پرې چپه نه شي، خپل کلى پرېښى او د پوليسو په مرسته د ولسوالۍ مرکز ته لېږدول شوي دي.

هغه زياته کړه، له تېرو ٢٤ ساعتونو راهيسې سخته واوره ورېږي او کچه يې ان تر دوه مترو پورې رسېدلې ده.

د بازمحمد په نوم يوه بل مسافر هم چې په يوه ټونس موټر کې له خوست ولسوالۍ څخه د بغلان مرکز ته پر لارې و، پژواک ته وويل چې په پلفي کوتل کې شاوخوا پنځوس کسان پاتې شوي وو، چې بيا د پوليسو په مرسته وژغورل شول.

د سې شنبې په شپه د هوا سوړوالي او د سېلابونو راوتلو د فراه ولايت په خاکسفېد ولسوالۍ کې هم مالي او ځاني زيانونه رامنځته کړي دي.

د خاکسفېد ولسوال عبدالخالق نورزي په وينا، د دغې ولسوالۍ په جيجه کلي کې د هوا د سړښت او واورې ورېدو له امله له دوو شپونکيو ژوند له لاسه ورکړى او پنځوس حيوانات يې لادرکه شوي دي.

همدارنګه هغه زياته کړه چې د دغې ولسوالۍ په تنګي کارېز سيمه کې د سېلابونو راوتو له امله دېرش کورونه، يو جومات او شاوخوا ٦٠ جريبه ځمکه ويجاړه شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.