Language

لوګر ولايت مقام د ښوونکو د ښارګوټي ځمکه صنعتي پارک ته ورکړې

پل علم (پژواک، ٦ کب ٩٣): د لوګر د پوهنې رياست وايي چې په محمداغې ولسوالۍ کې د ښوونکو د ښارګوټي ځمکه د ولايت مقام له خوا د افغانستان له پانګونې د ملاتړ ادارې (ايسا) ته ورکړل شوې ده.

 د لوګر د پوهنې رييس محمد اکبر ستانکزى وايي چې ددې ښارګوټي ټول مراحل بشپړ شوي وو او په دې نږدې  ورځو کې يې پر ښوونکو د وېش لړۍ پيل کېده، خو والي نيازمحمد اميري دوى سره له سلا مشورې پرته ياده ځمکه ايسا ته ورکړې.

ستانکزى وايي چې د ښارګوټي ځمکه سلګونه جريبه کېږي او اوسمهال د ايسا له خوا په کې د صنعتي ښارګوټي د جوړېدو کارونه هم  پيل شوي دي.

د پوهنې رييس زياته کړه: “په کال ۱۳۹۰ کې د پوهنې وزارت او د ولايت مقام په ګډه سره د [محمدآغې] ولسوالۍ اړوند د دولت کلا په سيمه کې ۵۵۰ جريبه ځمکه د ښوونکو د ښارګوتی لپاره ځانګړې کړه او بيا د ښارجوړونې وزارت له لوري يې د ماسټر پلان مطابق ټولې چارې مخته لاړې او د څه باندی ۵ ميليونه افغانيو په لګښت يې نقشه جوړه او ټاکل شوې وه چې په دې ورځو کې ووېشل شي.”

ستانکزى وايي چې ټاکل شوې وه دا ځمکه پر ١٠٠٠ تنو ښوونکو ووېشل شي، خو سرپرست والي دغه ځای د ايسا ادارې ته ورکړ، “نياز محمد اميري په دې کار سره ددې ولايت د ښوونکو په حق کې ستر ظلم وکړ.”

د پوهنې رييس زياتوي چې ددې “خپلسري کار” د مخنيوي لپاره يې ډېرې هلې ځلې وکړې، خو نتيجه يې ورنه کړه او والي له خپل زور څخه په استفادې د صنعتي پارک د جوړېدو امر وکړ.

د لوګر يو شمېر ښوونکي د ولايت پر دې کار نيوکه کوي او وايي که د ښارګوټي ځمکه بېرته دوى ته ځانګړې نه شي، نو لاريون به وکړي.

د محمد اغې ولسوالۍ د زاهد اباد د لېسې يو ښوونکى نوراحمد وايي چې د ولايت د سرپرست له خوا د ښوونکو په حق کې “جفا” شوې ده.

نوراحمد پژواک خبري اژانس ته وويل: “زموږ چارواکي ددې پرځاى چې ښوونکو ته امتيازات لوړ کړي، د استونګې ځاى ورته جوړ کړي او نورې اسانتياوې ورته برابرې کړي، دوى زموږ خپل حقوق هم اخلي او نورو ته يې ورکوي.”

نور احمد وايي  چې که د ښوونکو غږ څوک وانه وري، نو دوى به د اعتراض په ډول د کابل—ګردېز لاره وتړي.

د دهنو لېسې ښوونکى محمد اجمل وايي چې ښوونکو ته د نومرو ورکولو ژمنه له تېرو پنځو کلونو راهيسې تکرارېده او دوى ورته انتظار کاوه، خو “اوس چې زموږ د ښارګوټي کار بشپړ شوى و، نو نياز محمد اميري موږ سره ظلم وکړ.”

محمد اجمل زياته کړه: “موږ له رسنيو غواړو، ترڅو زموږ غږ تر ولسمشره ورسوي او د والي او ايسا ادارې ددې خپلسري کار مخه ونيسي او موږ ته دې خپلې نومرې راووېشي.”

بله خوا د ولايت سرپرست نيازمحمد اميري هم مني چې د لوګر د ښوونکو د ښارګوټي ځمکه صنعتي پارک ته ورکړل شوې او د جوړونې کار پرې هم پيل شوى دى.

خو اميري وايي چې پر دې ځمکه د صنعتي پارک جوړول د پخواني والي ارسلا جمال طرحه وه او زه يې “ځکه ملاتړ کوم چې دا يوه ملي پروژه ده او د ولايت په پرمختګ کې رغنده رول لري.”

د ولايت سرپرست وويل چې د ښارګوټي جوړېدو لپاره د پوهنې رياست کافي وخت درلود، خو هغوى په خپلو کارونو کې سستي وکړه نو نه شواى کېدى چې د صنعتي پارک جوړېدو پروژه وځنډول شي.

اميري زياته کړه: “د ښوونکو د ښارګوټي پر ځمکه د صنعتي پارک جوړېدو پرېکړه مې په خپلسر نه ده کړې، بلکې د پوهنې له پخواني وزير فاروق وردګ سره مې پرې سلا مشوره کړې ده او هغه ته مې ويلي چې په بدل کې به يې ښوونکو ته په بل ځاى کې ځمکه ورکړم.”

خو د پوهنې رياست بيا د والي دا خبره په کلکه ردوي چې د ښوونکو د ښارګوټي په ځمکه کې د صنعتي پارک جوړول دې د پخواني والي ارسلا جمال طرحه وي. “دا کار په خپلسر شوى، نيازمحمد اميري هېڅ ډول اسناد او مدارک په لاس کې نه لري او نه هم د پوهنې وزارت ورسره کومه هوکړه کړې ده.”

د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په لوګر ولايت کې اوسمهال ٢٦٦ ښوونځي فعال دي، ١٥٨ زره زده کوونکي لري چې ٣٠ سلنه يې نجونې دي او د ٣٦٠٠ ښوونکو له خوا ورته تدريس کېږي.

تراوسه ددې ولايت ښوونکو ته د استوګنې ځمکه نه ده ورکړل شوې.

Related Topics