Language

کابل ( پژواک، ٦ کب ٩٣): په پنجشېر، نورستان، پروان، تخار، لغمان، ننګرهار او بغلان ولايتونو کې له تېرو دوو ورځو راهيسې د ورښتو او واورو ښويېدونو له امله، لږ تر لږه ١٢٩ تنو ژوند له لاسه ورکړى دى.

د پنجشېر سرپرست والي عبدالرحمن کبيري، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ولايت کې په تېرو دوو ورځو کې تر يو متر ډېره واوره ورېدلې او د دې ولايت ټولې لارې تړل شوې دي.

هغه وايي چې د پنجشېر په بېلابېلو سيمو کې واورې ښويېدلي او سخت زيانونه يې اړولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تراوسه پورې د دې ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې ٩٠ تنو ژوند له لاسه ورکړى دى.

ده وويل، ٣٧ جسدونه له حصه دوهم ولسوالۍ، ٢٧ جسدونه له حصه اول ولسوالۍ، کابوا ٢٠ جسدونه له پريان ولسوالۍ او پاتې نور جسدونه د مرکز پاراخ له اړوندو سيمو څخه راوېستل شوي دي.

د اجرائيه رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د وروستيو ورښتونو له امله، په پنجشېر ولايت کې د ٨٥ کسانو مړينه تاييد شوې ده.

د نورستان د منډول ولسوالۍ په منډال سيمه کې بيا پر يوه کور د واورې ښويېدو له امله، د دې کورنۍ ١٤ تنه مړه شوي دي.

د نورستان د والي وياند موسى شامى په وينا، دغه پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا ٣ بجو رامنځ ته شوې ده، چې تراوسه پورې (ماښام ٦ بجې) د دې کورنۍ ٤ غړي له واورو راوېستل شوي او د پاتې کسانو د راوېستلو هڅې روانې دي.

د پروان او تخار ولايتونو سيمه ييز چارواکي هم وايي، چې د يادو دوه ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د واورو ښويېدو له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ١٥ تنو ژوند له لاسه ورکړى دى.

 د پروان ولايت مرستيال شاه ولي شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه واورې ښويېدنې د وروستيو دوو ورځو ورښتونو له امله رامنځته شوې دي.

 هغه وويل: “د لومړنيو راپورونو له مخې، پنځه کسان د سياه ګرد ولسوالۍ په سيغان سيمه کې، د يوې کورنۍ درې غړي د شينوارو ولسوالۍ په کفشان دره کې، دوه کسان د سالنګ ولسوالۍ په کولامي دره کې او دوه تنو  هم په چاريکارو ښار کې ژوند له لاسه ورکړى دى.”

 شاهد زياته کړه، چې دغو کسانو د واورې ښويېدو له امله په کورونو کې ژوند له لاسه ورکړى دى.

د تخار ولايت په بنګي او بهارک ولسواليو کې د واورې د ورښت له امله، درېيو کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى.

 د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوې مور له خپلې ١٦ کلنې لور سره يو ځاى د بنګي  ولسوالۍ د زماني جان په کلي کې، په داسې حال کې ژوند له لاسه ورکړى، چې د کوټې چت يې د سختې واورې ورېدو له امله پرې راغورځېدلى دى.

 هغه همدارنګه وويل، چې د بهارک ولسوالۍ په سرانه سيمه کې د دېوال غورځېدو له امله هم، يوه تن ژوند له لاسه ورکړى دى.

په ننګرهار، لغمان او نورستان ولايتونو کې هم سختو سېلابونو اته تنه مړه کړي، لسګونه کورونه او سلګونه جربيه ځمکې يې وړې دي.

په دې ولايتونو کې په پرله پسې ډول له تېرو  ۳۰ ساعته راهيسې ورښت روان دی او په ځينو سيمو کې يې سېلابونه راوتلي، چې وېل کېږي ښايي د مرګ وژبلې شمېر په کې تر دې ډېر شي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ۶مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، سخت ورښت او سېلابونو تر دې دمه څلور تنه مړه کړي او د لسګونو کورونو د ړنګېدو تر څنګ يې  سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې وړې دي.

د ننګرهار د والي ياند احمدضيا عبدالزی هم وايي چې د دې ولايت په سره رود، بهسودو، چپرهار او لعلپورې ولسواليو کې د تېرې شپې سېلابونو ځينې سيمې ځپلې دي او د بهسودو ولسوالۍ زنګويي په سيمې کې څلور ماشومان وړي دي.

د بغلان د خاکسفېد ولسوال عبدالخالق هم وايي، چې د دغې ولسوالۍ په جيجه کلي کې د هوا د سړښت او واورې ورېدو له امله، دوو شپونکيو ژوند له لاسه ورکړى او پنځوس حيوانات يې لادرکه شوي دي.

له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، سره له دې چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې وروستيو ورښتونو په راتلونکي کال کې د وچکالۍ اندېښنې لرې کړي، خو لسګونو کسانو د واورو ښويېدنو او ورښتونو له امله ژوند له لاسه ورکړى دى.

د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د وروستيو درېيو ورځو ورښتونو، له انساني مرګ ژوبلې پرته سلګونه حيوانات هم له منځه وړي او د ځينو ولايتونو نښلوونکې لارې يې له ګاونډيو ولايتونو او ولسواليو سره پرې کړې دي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.