تالقان ، ميدان ښار (پژواک، ٧ کب ٩٣): په تخار ولايت کې يوې ١٤کلنې نجلۍ ځان وژلى، بلخوا په ميدان وردګو کې يو تنکى ځوان وژل شوى دى.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تالقانو ښار د سرای سنګ په سيمه کې يوې ١٤کلنې نجلۍ زهر خوړلي او مړه شوې ده.
د هغه په وينا، دغه نجلۍ خورشيد نومېده چې د زهرو تر خوړو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه .
د تخار د ولايتي روغتون مشر ډاکټر کرام الدين هم ياده پېښه تاييد کړې ده.
د يادونې ده، تر اوسه د يادې پېښې اصلې لامل نه دى معلوم شوى.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې يو لس کلن تنکى ځوان د خپل ترور د زوى پر ډزو وژل شوى دى.
د ميدان وردګو ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تنکى ځوان فتاح نومېده او د امبوخاک سيمې اوسېدونکى و.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د محمد هارون په نوم يو لس کلن تنکی ځوان د خپل ۱۳ کلن د ترور زوی فتاح کره تللى و چې د نوموړي له لوري پرې ډزې شوي او وژل شوى دى.))
د سرچيني په حواله، امنيتي ځواکونه له پېښې وروسته سيمې ته رسېدلي او د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ميدان وردګو سرپرست والي عبدالمجيد خوږياڼى ياده پېښه خوا شينوونکي بولي او د وژل شوي تن کورنۍ ته د جميل صبر غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP