Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد ( پژواک، ٧ کب ٩٣ ) : د کرکټ په نړيوال جام کې دافغانستان تر نننۍ بريا وروسته د مينه والو له خوا د هوايي ډزو له امله په جلال اباد ښار کې شپږ تنه ټپيان شوي دي.

د افغانستان د کرکـټ ملي لوبـډلې نن د کب په ٧مه،د نيوزيلينډ په ډونيډن ښار کې د نړيوال جام  سياليو په لړ کې د سکاټلينډ لوبډلې ته سخته او په زړه پورې  ماتې ورکړه.

د سکاټلينډ پر وړاندې د افغانستان له بريا سره سم د پلازمېنې کابل او ننګرهار په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې زرګونه تنه راووتل، په داسې حال کې چې له ډېرو سره ملي بيرغونه وو، په ډولونو او اتڼونو يې دا بريا ونمانځله او په بېلا بېلو سيمو کې  هوايي ډزې  هم وشوې.

  په جلال اباد ښار کې د عامې روغتيا روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى ته شپږ تنه راوړل شوي چې په هوايي ډزو کې ټپيان شوي وو.

هغه زياته کړه، چې په ټپيانو کې دوه مېرمنې او څلور ماشومان وو، چې تر درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي.

 د عبدالرحمن معاون په نامه د جلال اباد ښار يو تن اوسېدونکي چې له کلاشينکوف سره يو ځاى په داسې حال کې چې ډزې يې کولې، خپل انځور ټولنيزې شبکې فيسبوک ته پورته کړى و.

هغه ليکلي : (( ما د خوښۍ احساسات قابو نه کړل شو او ډزې مې وکړې. ))

خو ډاکټر نصير ملکزى وايي چې خوښي په خپل ځاى ، خلکو بايد له ډزو ډده کړې واى، ځکه چې هوايي ډزو تل خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.