چاريکار (پژواک،٧کب ٩٣): د سالنګونو چارواکي وايي چې له تېرې شپې راهيسې په سالنګونو کې واوره ورېدنه درېدلې او د دې لويې لارې د پاکولو عمليات په چټکۍ روان دي.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رييس ډګر جنرال محمدرجب د پنجشنبې په ورځ اته بجې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سالنګ لويې لارې په اوږدو کې د واورې پاکونې عمليات د ١١ ډلو له خوا له تېر مازديګر راهيسې بې له ځنډه په چټکۍ سره دوام لري او د کبېلونو د پرېتو تر ساحې پورې يې د افغانستان برېښنا شرکت د تخنيکي عملې د رسولو په موخه يوه بېړنۍ ليکه ايستلې ده.
نوموړي وويل: ((د اجباري واورو ښويېدونو لپاره پر هغو ځايونو د توپچي عمليات نن پيل شوي چې د واورې ښويېدنې احتمال په کې زيات دى.))
هغه زياته کړه چې که وضعيت همداسې دوام وکړي او کومه ناڅاپي پېښه رامنځته نه شي، نو هيله کېږي چې د نن ورځې او شپې په جريان کې به له شمال څخه سوېل ته يوه کرښه وصل کړي او تر دوو راتلونکو ورځو پورې به دغه لويه لاره په بشپړه توګه د ترافيکو پرمخ پرانيستل شي.
جنرال رجب له موټر چلوونکو او مسافرو غوښتنه وکړه چې د سالنګ لويه لاره په عمومي ډول له خطره خالي نه ده او بايد په دې لاره له سفر کولو په کلکه ډډه وکړي.
هغه ټينګار وکړ چې د سالنګونو د وضعيت په اړه به وروستي پرمختګونه د مطبوعاتو له لارې له خلکو سره شريک کړي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې مشر د معلوماتو له مخې، اوسمهال د واورې اندازه ٣٣٠ سانتي متره، د هوا د سړښت درجه ١٧-، د باد چټکتيا ٦ متره، د رطوبت ٧١ سلنه، د ليد ساحه پنځه متره، د باد لورى له شمال لوديځه، د لويې لارې په اوږدو د سړک سراسري يک فرش ١٠٨کيلومتره دى او د ورځې په اوږدو کې د واورې ورېدنې احتمال پنځه سلنه وړانديز شوى دى.
هغه همدارنګه څرګنده کړه چې اوسمهال په شمالي سالنګ کې د سختې واورې ورېدنې او توپان په سبب د وارداتي برېښنا درې پايې چپه شوې، د برېښنا انجنيري ډله ساحې ته رسېدلې او هڅه کوي چې ساحې ته يې د ورتګ لپاره زمينه مساعده کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP