سرپل، ترينکوټ (پژواک ٧ کب ٩٣): سرپل ولايت کې د يو لړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ٩٠ وسله وال مخالفين ټپيان او وژل شوي او همدارنګه په اروزګان کې څلور طالبان د وسلو او مهماتو د لېږد پر مهال نيول شوي دي.
د سرپل د سيمه ييزو چارواکو په وينا، دغه چاڼيز عمليات د” ژمنۍ بريا” تر نوم لاندې د دغه ولايت د سوزمه کلا ولسوالۍ پورې اړونده د بورقوت او شېرها سيمو کې تر سره شوي دي.
د سرپل ولايت سرپرست عبدالجبار حقبين، نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات له تېرو دوو اونيو راهيسې پيل شوي و، چې په دې وروستيو کې د سختې واورې له امله درل شوي و، چې پرون يو ځل بيا د هوا له ښه کېدو وروسته له درېيو لورو پيل شوي دي.
حقبين د دې خبرو په څرګندولو سره، چې د عملياتو له پيل څخه تر اوسه د دولت ٥٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان دي، زياته کړه چې د پرون ورځې د عملياتو په پايله کې ١٥ نور وسله وال هم وژل شوي او ١٢ ټپيان شوي دي.
هغه وويل، چې د وسله والو مخالفينو د مشهور قوماندان غلام حضرت چې په توپان مشهور و او د سانچارک ولسوالۍ امنيه قوماندان قاتل حکيم بېک مړي د امنيتي ځواکونو لاسونو ته لوېدلي او د هغوى ډېر شمېر وسلې، مهمات او تجهيزات هم نيول شوي دي.
د سرپل ولايت سرپرست د خپلو خبرو په دوام کې، همدارنګه د سوزمه کلا ولسوالۍ د بورقوت سيمې او د دغه ولايت مرکز کې د شېرمها د ستراتيژيکو برخو له پاکولو هم خبر ورکړ.
هغه وويل: “دغه چاڼيز عمليات د افغان ګډو امنيتي ځواکونو په ګډون په سيمه کې پر مخ روان دي.”
هغه زياته کړه، چې د عملياتو په ترڅ کې د اردو يو سرتېرى او همدارنګه د ولسي پاڅون يو کس برسېرن ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د دغو عملياتو په ترڅ کى دوى ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي چې د دوى کسانو پرون د نښتې پر مهال ١٣ دولتي سرتېري وژلي دي.
خو سيمه ييزو چارواکو بيا د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.
د يوه بل خبر له مخې، د اروزګان ولايت د ملي امنيت منسوبينو څلور وسله وال طالبانو د وسلو د لېږد پر مهال نيولي دي.
د اروزګان ولايت سرپرست وياند دوست محمد ناياب ويلي، چې د دغه ولايت د ملي امنيت منسوبنيو څلور وسله وال طالبان په داسې حال کې نيولي، چې له مرکز ترينکوټ څخه يې يوه اندازه وسله د چارچينو ولسوالۍ ته لېږدوله.
هغه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونو له نيول شويو کسانو يو سراچه موټر، درې کلاشينکوفونه، دوه تومانچې، د کلاشينکوف او پيکا زر مرمۍ، هاوان او څو دوربينونه او مخابرې هم تر لاسه کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP