Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ښوونکي د روزنې په تدريسي نصاب کې د “سولې” مضمون شامل شوى

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٣): “له افغانستان سره د المان همکارۍ” اداره وايي چې د افغانستان د ښوونکي د روزنې په مرکزونو کې د”سولې” په نوم مضمون په درسي نصاب کې د المان په مرسته شامل شوى دى.

د يادې ادارې له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې موخه روانه اوونۍ د ټول هېواد د ښووونکي د روزنې په مرکزونو کې د “سولې” د نوي مضمون د شاملېدو په نوم په رسمي توګه نومول شوى دى.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د المان هېواد په مرسته، د پوهنې وزارت د ښوونکي د روزنې عمومي رياست، د دغه نوي مضمون وېشل پيل کړي او د لا ښه پېژندلو په موخه يې په تېرو پنځو ورځو کې د ښوونکي د روزنې د مرکزونو له دېرشو ولايتونو ١٢٠ استادانو ته په کابل کې يو روزنيز ورکشاپ  جوړ  کړى دى.

سرچينه کاږي، همدارنګه د سولې مضمون کابو ٤٥زره ټوکه کتابونه د ښوونکي د روزنې په مرکزونو کې زده کوونکو او همداراز په همدې اړه د استادانو لپاره د تدريسي لارښود کتاب چاپ او خپور شوى دى.

تمه ده چې دغه کتابونه له نوروز (د را روان کال د وري لومړۍ نېټه) وړاندې په ټول هېواد کې د ښوونکي د روزنې مرکزونو ته ورسېږي.

د سرچينې په وينا، ياد مضمون په لومړيو کې په ازمايښتي توګه د بدخشان، بلخ، تخار، کندوز او سرپل ولايتونو د ښوونکي د روزنې په مرکزونو کې په درسي نصاب کې شامل شوى و.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، وروسته له دې به د سولې مضمون د هېواد د ښوونکي د روزنې په مرکزونو کې په درسي نصاب کې شامل کتاب وي، چې په دې سره به له ٧٥زرو څخه زيات زده کوونکي د دوو کلونو زده کړو په جريان کې دغه مضمون زده کوي.

سرچينه زياتوي، زده کوونکي به د دغه مضمون له لارې، د سولې په اړه پوهه، روزنه او هغه څه زده کوي چې په ښوونځيو او ټولنو کې د سولې په رامنځته کولو کې ګټور وي.

خو د پوهنې وزارت د خپرونو رييس کبير حقمل بيا وايي چې د سولې په نوم کوم ځانګړى مضمون د ښوونکي د روزنې په مرکزونو کې نه دى شامل شوى، يواځې په متفرق ډول دغه موضوعات د دغو مرکزونو په نصاب کې موجود دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په دغو مرکزونو کې د سولې او بشري حقونو په اړه زده کوونکي، يواځې پريزنټېشنونه او دې ورته نورې اړوندې چارې د يوه کرېډيت په ترلاسه کولو سره وړاندې کوي.

ده زياته کړه، دا چې سوله د هېواد لپاره يوه ګټوره موضوع ده، نو هره اداره چې په دې اړه څه چاپوي يا خپروي، دا يو ښه کار دى او دوى ترې د يوه فرعي مضمون په توګه استفاده کولى شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.