Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د کابل برېښنا د مزو د پرې کېدو ترميم به شاوخوا يوه مياشت وخت ونيسي”

کابل (پژواک ٧ کب ٩٣): د برېښنا شرکت وايي، چې تر راتلونکو درېيو ورځو پورې به کابل ته د غځول شوې برېښنا يو پرې شوى مزى ونښلوي، خو د دغو ټولو مزو ترميم شاوخوا يوه مياشت وخت ونيسي.

 کابل ته برېښنا له تاجکستان او ازبکستان هېوادونو څخه  رالېږدول شوې او درې ورځې وړاندې د بغلان ولايت په شمالي سالنګ سيمه کې د سختې واورې او توپانونه له امله پرې شوې ده.

  د برېښنا شرکت اجرايي مشر عبدالرازق صمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغې ادارې تخنيکي ټيم له ډېرو هڅو وروسته په دې توانېدلى چې په شمالي سالنګ کې د پېښې سيمې ته ځان ورسوي.

د هغه په وينا، د دغو مزو ترميم به چې سخت زيانمن شوي، په دوه پړاونو کې د زيانمنو پايو څخه د واورې پاکولو او د تخنيکي عملياتو په ترڅ کې تر سره شي.

صمدي زياته کړه: ” د دغو پايو وضعيت له هغه څه ډېر خراب دى، چې پخوا مو اورېدلي و، د برېښنا شرکت تخنيکي ټيم اوسمهال د سيمې وضعيت د څېړلو په حال کې ده، څو د اړتياو له سنجش وروسته د ترميم عمليات پيل کړي.”

ورته مهال د دغه شرکت وياند وحيد توحيدي چې اوسمهال په شمالي سالنګ کى دى، پژواک ته وويل چې نوې څېړنې ښيي چې د برېښنا د لېږد ٩ پايې زيانمنې شوې دي.

 د هغه په وينا، درې پايې په بشپړ ډول غورځېدلې او شپږو نورو  پايو هم له پاسني لوري زيان ليدلى دى.

 د توحيدي د معلوماتو له مخې، د کابل برېښنا د شپږو ٥٠ ميګاواټه مزو پر مټ لېږدول کېږي او د دغو مزو بشپړ ترميم به د ځمکنيو امکاناتو څخه په ګټې شاوخوا يوه مياشت وخت ونيسي.

 خو د دې ترڅنګ د برېښنا رياست وياند څرګنده کړه، چې په سيمه کې د دغې ادارې تخنيکي ټيم هيله من  دى، څو تر راتلونکو درېيو ورځو پورې د دغو مزو له ډلې يې يو په بېړني ډول ورغوي.

 د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، اوسمهال د کابل د برېښنا يو څه اړتياوې به د ماهيپر، سروبي، نغلو توربينونو او د دغه ښار د حرارتي برېښنا د توليدي دستګاوو له خوا پوره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.