کابل (پژواک، ۷ کب ۹۳): د هېواد د پلازمېنې کابل او بېلابېلو ولايتونو زرګونو هېوادوالو په نړيوال جام کې د کرکټ د بريا جشن په ډولونو او اتڼونو ونمانځله.
د افغانستان د کرکـټ ملي لوبـډله نن (د کب ٧مه) د نيوزيلينډ په ډونيډن ښار کې د نړيوال جام د سياليو په لړ کې د سکاټلينډ لوبډلې تر يوې سختې او په زړه پورې مسابقې وروسته ماتې ورکړه.
دغه لوبه چې د افغانستان په وخت د شپې په دوه نيمو بجو پيل شوې وه، ډېرى هېوادوالو له نيمې څخه د لوبې نندارې ته راپاڅېدلي وو.
د سکاټلينډ پر وړاندې د افغانستان له بريا سره سم د هېواد په پلازمېنه او کابل کې زرګونه مينه وال راووتل، په داسې حال کې چې له ډېرو سره ملي بيرغونه وو، په ډولونو او اتڼونو يې دا بريا ونمانځله.
د کابل ښار د اتمې، دوولسمې او نهمې حوزو اړوند سلګونو ځوانانو د لوبې له ګټول وروسته په موټرو، موټرسايکلونو او پلي د افغانستان کرکټ بورډ مخې ته راټول شول او د ملي لوبډلې په وياړ يې شعارونه ورکول.
د سميع الله په نوم د کرکټ يوه مينه وال پژواک اژانس ته وويل: ((په ژوند کې مې د خوښۍ تر ټولو ستره موقع همداده، چې ملي لوبـډله په نړيوال جام کې بريا ترلاسه کړه. ))
د سيداکبر په نوم يوه بل ځوان چې ملي بيرغ يې په لاس کې رپېده پژواک اژانس ته وويل چې دوى ډېر کم داسې خوښۍ نمانځي.
ده زياته کړه: ((سميع الله شينواري نن ټولو هېوادوالو ته خوښي ورپه برخه کړه.))
بلخوا د کابل د پنځمې حوزې له شاوخوا سيمو سلګونه کسان چې ملي بيرغونه ورسره وو، د ميرويس ميدان پر هوايي پله باندې راټول شوي وو او خوښي يې نمانځله.
د ادريس احمد په نوم يوه مينه وال پژواک ته وويل: ((له نيمې شپې مې ټوله کورنۍ ويښه ناسته وه او د کرکټ ننداره يې کوله، موږ ورته شپه سبا کړه او لوبغاړو راته خوښي راپه برخه کړه.))
بلخوا د ننګرهار سلګونو اوسېدونکو د کرکټ د ٥٠ اوريزو لوبو په نړيوال کپ کې د افغان لوبډلې د لومړۍ بريا لمانځنه وکړه.
د دې لوبې تر بريا وروسته په جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو کې سختې هوايي ډزې وشوې، سلګونه کسان سړکونو ته راووتل او په ملي اتڼونو سره يې دا بريا ونماځله.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي خالق رياض د کرکټ له هغو مينه والو څخه و چې د امير شهيد په بڼ کې له سلګونو کسانو سره د دې بريا نمانځنه کوي.
هغه پژواک ته په احساساتي لهجه وويل: ((زنده اباد د افغانستان ملي لوبډله، ډېر خوشاله يم چې دا لوبه مو وګټله.))
د جلال اباد ښار د پښتونستان واټ په سيمه کې د دې بريا د نمانځونکو له ډلې اسدالله ترين پژواک ته وويل: ((دلته راټول شوي وو، يو ډولکي مو راوستی او اتڼوڼه ورته کوو، ډېر خوشاله يو چې لوبه مو وګټله.))
نوموړي وويل په دې لوبه کې ډېر خواري سمېع الله شينواری وکړه، چې په ډېر مسلکي ډول يې ۹۶ منډې وکړې او لوبه يې د بريا تر بريد ورسوله.
د جلال اباد ښار تر څنګ د ننګرهار ولايت په لرو پرتو سيمو او ولسواليو کې له سلګونو کسانو په اتڼونو سره د کرکټ د دې بريا نمانځنه کړې ده.
دغه راز د سکاټلينډ پر وړاند له بريا سره سم د کندهار ښار له بېلوبېلو سيمو څخه سلګونه مينه وال په موټرو او موټر سايکلو سړکونو ته راووتل او د ملي لوبډلې په وياړ يې شعاورنه ورکول.
هغوى چې ملي بيرغونه ورسره وو، تر څو ساعتونو پورې د کندهار ښار په بېلابېلو سيمو کې وګرځېدل او خپلې خوښۍ يې ونمانځلې.
د کندهار ښار د کارېز بازار سيمې يوه اوسېدونکي امان الله چې په سترګو کې يې د خوښې اوښکې ځلېدې، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د کريکټ د پنځوس اوريز نړيوال جام په سياليو کې لومړۍ بريا ترلاسه کړې، چې ټولو هېوادوالو ته يې خوښي ور په برخه کړې.))
هغه زياته کړه، په داسې حال کې چې له تېرو پنځو شپږ ورځو راهيسې په کندهار کې ان د برېښنا څرک هم نه ښکاري، له خپلو ملګرو سره يو ځاى يې د جنراتور په وسله ټلوېزيون روښانه کړى و او ټوله شپه يې د افغانستان او سکاټلنېډ لوبې ته روڼه کړه.
دى وايي، لوبه ډېره هيجاني او په ځينو برخو کې ډېره مايوسوونکې وه، خو د افغانانو د دعاګانو برکت و، چې افغان ملي لوبډله يې د سکاټلېنډ پر لوبډلې لاسبرې کړه او خپل لومړۍ بريا يې تر لاسه کړه.
ده وويل له خپلو لسګونو ملګرو سره يو ځاى پرته له دې چې په تېرو څلور ويشتو ساعتونو کې يوه سترګه خوب نه دى کړى، نن په ډېرو خوښيو د کريکټ د بريا جشن ونمانځه.
د کندهار د عينوې مې اوسېدونکي علي احمد چې د کريکټ د بريا جشن يې لمانځه پژواک اژانس ته وويل، چې دا د ټول افغانستان لپاره تاريخي بريا ده.
هغه زياته کړه، په کريکټ کې ګټل او بايلل ضرور وي، خو افغانانو ته په کار دي چې په بشپړه يووالي د خپلې ملي لوبډلې ملاتړ وکړي او هغوى په دې توګه وهڅوي چې د نړيوال جام په لوبو کې نورې برياوې هم تر لاسه کړي.
دغه راز د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې هم سلګونه کسان راټول شوي وو او د بيا جشن يې نمانځلو.
د شهنواز په نوم د کرکټ يوه مينه وال پژواک ته وويل چې دا بريا د افغانستان لپاره ډېره مهم وه ځکه چې ملي لوبډلې دوه لوبې بايللې وې.
هغه چې پر دې بريا ډېر زيات خوشحاله و، د کرکټ له مسوولينو يې وغوښتل چې په لوبډله کې بدلونونه رامنځته کړي.
دغه راز د غزني، خوست، کلات او يو شمېر نورو ښارونو کې هم سلګونه هېوادوالو د کرکټ په بريا سړکونو ته راوتلي وو او خوښۍ يې نمانځلې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP