کابل (پژواک ٧ کب ٩٣): يو شمېر مدني فعالانو کابل ښار کې د يوه اعتراضي حرکت په ترڅ کې د هغو ٣٠ مسافرو د پرېښودو غوښتنه وکړه، چې په زابل ولايت کې د وسله والو کسانو له لوري تښتول شوي دي.
دغه مسافر درې ورځې وړاندې چې کله له ايران څخه د راګرځېدو پر مهال له هرات څخه کابل ته راتلل، له ٣٠٣ ډوله موټر څخه د زابل په شاجوى ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري تښتول شوي دي.
سيمه ييز چارواکي وايي، چې دغه مسافرين د منصور داد الله په ګروپ پورې د تړلو طالبانو له لوري تښتول شوي، چې د دوى له ډلې يې پرون يو کس پرېښودل شوى او د سپين ږيرو په منځګړيتوب د پاتې نورو د پرېښودو هڅې هم روانې دي.
نن له غرمې وړاندې لسګونه مدني فعالانو د کابل ښار په دهمزنګ څلورلارې کې د يادو کسانو د تښتولو په اعتراض کې په لاريون لاس پورې کړ او له حکومت يې وغوښتل چې د برمته کولو دا ډول پېښو ته کلک پام وکړي او د هېوادوالو امنيت بايد وساتي.
دغه حرکت، د اصلاح او بدلون لپاره د ځوان فعالانو ټولنې له لوري پر لارې اچول شوى و، او اعتراض کوونکو د “زموږ هېوادوال را وګرځوئ”، “برمته کول په افغانستان کې په يوه فرهنګ بدل شوي”، ” دولتي چارواکي بايد د هېوادوالو ژوند د خونديتوب په اړه ځواب ويونکي واوسي او له پراخېدو يې بايد مخنيوى وشي” شعارونه ورکول.
د دوى يو بل شعار ” بنسټ پالنه د ټولو افغانانو ګډ دښمن دى او دغه خطر بايد جدي ونيسو” و.
د اصلاح او بدلون لپاره د ځوان فعالانو شبکې د مشرتابه غړې منيره يوسف زاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان د ناپېژاندو وسله والو کسانو له لوري برمته شوي، چې دا د ورته پېښو د رامنځته کېدو نه لومړنى او نه هم وروستى ځل دى.
هغه زياته کړه، چې تر اوسه پورې د دغو کسانو برخليک نه دى معلوم او دولت تر اوسه پورې په دې اړه خپل غبرګون نه دى ښودلى، دولت بايد دا ډول پېښو پر وړاندې جدي وي او د هېوادوالو امنيت بايد ټينګ کړي.
نوموړې زياته کړه: ” ډېر وخت پېښې رامنځته کېږي، له بده مرغه دولت يې پر وړاندې چوپ پاتې کېږي او يا هم دولت دومره پام نه ورته کوي، له همدې امله ده چې موږ د سولې پروسې په اړه نا هيلې يو، داسې سوله چې د هېوادوالو حقوق پکې تر پښو لاندې شي، حتماً به خکو ته د پام وړ نه وي.”
هغې وويل، سياسي سوله د يو شمېر ځانګړو کسانو د امنيت د ټينګښت لپاره وي او هغه يوه دوامدار او همېشنۍ سوله وي.
د منيره يوسف زاده په وينا، له هېواد بهر او د ننه يو شمېر داسې کړۍ شتون لري، چې قومي تبعيضونو ته لمن وهي او خلک د ١٣٧٠ لسيزې کورنيو جګړو ته بيايي، خو خلک له دا ډول دسيسو ستړي شوي، کله چې د يوه قوم سپين ږيرى د بل قوم د برمته شويو د پرېښودو لپاره هڅه کوي نو دا په ګوته کوي، چې د هېوادوالو په منځ کې د ملي يووالي حس شته دى.
يوه بل مدني فعال ياسين صميم وويل، چې د دوى د لاريون موخه د برمته کولو پر ضد اواز پورته کول دي او له ولسمشر، د حکومت له اجرايي مشر او د هغوى له مرستيالانو غواړي چې په دې اړه پرېکنده عمل وکړي او د دغې پېښې عاملين بايد وپېژني او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
هغه زياته کړه، تر هغه مهاله چې برمته شوي کسان پرېنښودل شي او حکومت په دې اړه چټک ګامونه پورته نه کړي نو دا ډول مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي او دغه لړۍ به ولايتونو ته هم وغځوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP