کابل (پژواک، ٧ کب ٩٣): د پاکستان د خيبر پښتونخوا حکومت له دغه ايالته ٣٠٠ افغان ملايان وباسي او افغانستان ته يې لېږي.
پاکستانۍ رسنيو د کب په ٧مه خبر ورکړى چې دغه پرېکړه پرون د خيبر پښتونخوا ايالت د کورنيو چارو ادارې په غونډه کې شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې په دغه ايالت کې ٢٩٤ افغانان په جوماتونو کې د ملا امامانو په توګه دندې ترسره کوي او امنيتي ځواکونو د هغوى په اړه معلومات راټول کړي دي.
ځايي چارواکو دغه راز امنيتي ادارو ته امر کړى چې ياد افغان ملا امامان له جوماتو وباسي او افغانستان ته دې ولېږي.
د يادونې ده، شاوخوا دوه نيمې مياشتې مخکې د پېښور پر يوه ښوونځي د وسله والو تر بريد وروسته چې په ترڅ کې يې ١٥٠ کسان ووژل شول، د پاکستاني ځواکونو له خوا د افغان کډوالو د نيولو او بندي کولو لړۍ پيل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP