Language

ولسمشر: د لوګر پر امنيه قوماندانۍ بريد کې له غفلت کوونکو سره قانوني چلند کېږي

کابل (پژواک ٧ کب ٩٣): ولسمشر غني وايي، د لوګر پر امنيه قوماندانۍ د بريد عوامل څېړل کېږي او د دغه بريد په مخنيوي کې غفلت کوونکو سره به قانوني چلند وشي.

نوموړي، دغه څرګندونې د لوګر پر امنيه قوماندانۍ د وروستي بريد د وژل شويو کسانو له ورثه وو سره په ارګ کې د کتنې پرمهال کړې دي.

دغه ډله ييز ځانمرګى بريد د تېرې سلواغې مياشتې په ٢٨مه ترسره شو، چې په کې ٢٣ پوليس او يو د پوهنې رياست کارکوونکى وژل شوي او ٩ تنه نور ټپيان شوي وو. د لوګر د چارواکو په وينا، له ياد بريد سره د تړاو په تور د امنيه قوماندانۍ ١٤ پوليس نيول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې لومړی د لوګر سرپرست والي نيازمحمد اميري د دغه ولايت پر امنيه قوماندانۍ باندې د وسله والو مخالفينو د ترسره شوي بريد د څرنګوالي په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.

بيا، د دغه بريد د وژل شويو کسانو د ورثه وو په استازيتوب متقاعد ډګروال فضل کريم خبرې وکړې او د ولسمشر غني له خواخوږۍ او ډاډګيرنې څخه يې مننه وکړه.

ده ويلي: “په ياد بريد کې شهيدان شوي ټول د دې خاورې بچيان وو، موږ د افغانستان د خدمت لپاره روزلي وو او له هېواد څخه د دفاع په لاره کې د هغوى پر شهادت وياړو.”

نوموړي له ولسمشر غوښتي، چې د دې بريد لاملونه په هر اړخيز ډول وڅېړي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، ولسمشر محمد اشرف غني د لوګر پر امنيه قوماندانۍ بريدکې د وژل شويو کسانو ورثه وو ته يو ځل بيا د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند او د لوی خدای له دربار څخه يې هغوی ته د جميل صبر هيله وکړه.

دى وايي :”د افغانستان د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه، دا زما دنده ده چې د هېواد د امنيتي ارګانونو د ټولو منسوبانو او د دې خاورې د هر وګړي ساتنه او پالنه وکړم. “

هغه زياتوي، د لوګر پر امنيه قوماندانۍ د بريد عوامل  په  هر اړخيز ډول څېړل کيږي، له هغو کسانو سره به چې د دغه بريد د مخنيوي په لاره کې يې غفلت کړی ، قانوني چلند وشي.

نوموړي د وژل شويو کسانو ورثه وو ته په خطاب کې ويلي، له تاسو سره  دا ژمنه کوم، چې په امنيتي ارګانونو کې به ژور او بنيادي اصلاحات رامنځته کړو.

Related Topics