Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستاني پوليسو څلور افغان ډيپلوماتان نيولي

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٣): راپورونه وايي چې پاکستاني پوليسو د افغان کډوالو پر ضد د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې په پېښور ښار کې څلور افغان ديپلوماتان هم نيولي دي.

پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې ياد افغان ديپلوماتان د کب په ٧مه د خيبر پښتونخوا ايالت د پېښور ښار په ټاون سيمه کې  نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې پوليسو دغه څلور افغان ديپلوماتانو نږدې د پوليسو پوستې ته بيولي دي، خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په نيول شوو افغان ديپلوماتو کې په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ درېيم سکرتر عبدالحميد وحيدي، د ترانسپورټ مسوول غلام سخي عظيمي، د کډوالو د چارو يو افسر ډاکټر الوزى او د نوراحمد حقجو په نومونو د کونسلګرۍ يو بل کارکوونکى شامل دي.

په راپور کې راغلي چې پوليسو د ټاون او شاوخوا نورو سيمو څخه ٢٤ نور افغان کډوال هم د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيولي او امنيتي پوستې ته يې لېږ دولي دي.

د ټاون د پوليسو پوستې يوه مسوول ويلي چې له نيول شوو يې يواځې يو کس پاتې دى او نور يې تر پوښتنو وروسته خوشي شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې خوشي شوو کسانو پوليسو ته خپل قانوني اسناد ښودلي وو .

په پېښور کې د افغانستان کونسلر جنرال  سيدمحمد ابراهيم خېل د يادو کسانو نيونه تاييد کړې او دا يې د جنيوا کنوانسيون د تړون خلاف بللى دى.

هغه زياته کړې چې په دې اړه يې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير جانان موسي زي ته خبر ورکړى او هغه به  په دې اړه د بهرنيو چارو وزارت په جريان کې کړي.

ابراهيم خېل د (اېکسپريس ټريبون ) په نوم رسنۍ ته ويلي چې دوه ورځې مخکې خپل دفتر ته په لاره د پوليسو له خوا ايسار کړى شوى و.

د يادونې ده، شاوخوا دوه نيمې مياشتې مخکې د پېښور پر يوه ښوونځي د وسله والو تر بريد وروسته چې په ترڅ کې يې تر ١٥٠ پورې کسان ووژل شول، د افغان کډوالو پر ضد عمليات پيل شوي دي.

د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه تر پنځو زرو کسانو زيات بندي شوي او زرګونه نور افغانستان ته لېږدول شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.