Language

پاکستان د پنجشېر له واورې ځپلو سره د مرستې وړانديز وکړ

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٣): پاکستان په پنجشېر ولايت کې د وروستۍ غميزې په رامنځته کېدو خواشيني څرګنده کړې او په دې برخه کې يې د مرستو وړانديز کړى دى.

په پنجشېر کې له دوو ورځو پرله پسې واورې ورېدو وروسته د ځايي چارواکو د وروستو معلوماتو له مخې، تر اوسه ٢٠٠ کسان مړه شوي او لسګونه نور ورک دي.

په کابل کې د پاکستان سفارت مطبوعاتي دفتر له خوا د کب په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هېواد يې پر دې پېښې خواشينى دى.

د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز په دې اړه په يوه بيانيه کې ويلي چې دوى د افغانستان او په ځانګړې توګه د پنجشېر له خلکو سره په دې غم کې شريک دي.

هغه پر دې پېښې د خواشينۍ څرګندولو تر څنګ د مړه شوو کسانو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کړي دي.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ويلي: ((موږ اماده يو چې په دې سخت وخت کې له خپلو افغان وروڼو، خويندو سره مرسته وکړو.))

د يادونې ده، د افغانستان حکومت په دې برخه کې له ملګرو ملتونو مرسته غوښتې ده خو د نورو هېوادونو د مرستې په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.