چاريکار (پژواک، ٧ کب ٩٣): په پنجشېر کې د واورې ښويېدو له امله د مړو شوو کسانو شمېره له ٢٠٠ اوښتې ده.
د پنجشېر مرستيال سرپرست والي عبدالخبير بخشي د کب په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې تر واورو لاندې د مړشو شوو کسانو شمېره له ٢٠٠ څخه اوښتې ده.
هغه زياته کړه، چې شاوخوا ١١٠ تنه يواځې په پريان ولسوالۍ کې تر واورو لاندې شوي، چې د يو شمېر جسدونه را ايستل شوي او د نورو د را ايستلو لړۍ روانه ده.
بخشي وايي چې پاتې نور کسان ددې ولايت په حصه اول او حصه دويم ولسواليو کې مړه شوي دي.
تر دې مخکې ددغه ولايت سرپرست والي عبدالرحمن کبيري پژواک اژانس ته ويلي و، چې په دغه ولايت کې په تېرو دوو ورځو کې تر يو متر ډېره واوره ورېدلې او ټولې لارې يې تړل شوې دي.
هغه وايي چې د پنجشېر په بېلابېلو سيمو کې واورې ښويېدلې او سخت زيانونه يې اړولي دي.
ده وويل، تر پرون ماښامه ٩٠ مړي را ايستل شوي وو او اوس تازه معلومات ورته رارسېدلي چې په بېلا بېلو سيمو کې لسګونه نور کسان هم تر واورو لاندې دي.
بلخوا اجراييه رييس ډاکټر عبدالله د يوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ته رسېدلى دى.
هغه پرون د بېړنيو پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ته لارښوونه کړې وه، چې لومړى دې تر واورو لاندې خلک وژغوري او بيا دې نورو ته مرستې ورسوي.
دغه راز د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د بارانونو، سيلابونو او واورو له امله د مړو شوو کسانو شمېر لسګونو تنو ته رسېدلى.
د بدخشان د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې ، په دغه ولايت کې هم ١٨ تنه تر واورو لاندې مړه شوي دي.
د بدخشان د والي مرستيال ګل محمد بيدار وايي چې دا پېښه تېره شپه ددغه ولايت په ماهمي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
دغه راز ١٤ تنه په نورستان، ٢٠ تنه په تخار او پروان او اته تنه د ننګرهار او لغمان په پېښو کې مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP