Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل ښار کې ځانمرګي بريد درېيو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٣): په کابل ښار کې په ترکي وګړو شوي ځانمرګي بريد کې دوه تنه وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

دغه بريد نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل په نوي ښار کې د ايران سفارت مخې ته وشو.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال ايوب سالنګي د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل چې دغه ځانمرګى بريد د يوه کرولا موټر په وسيله د ترکي وګړو پر دوو موټرو شوى دى.

هغه زياته کړه چې  په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي چې يو ترکى او بل افغان ملکي وګړي دي.

سالنګي وويل چې په دې پېښه کې يو بل ترکي وګړى ټپي شوى دى.

خو د محمد فهيم په نوم يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس  ته وويل چې  د چاودنې غږ ډېر اوچت و او د پېښې په ځاى کې يې څلور تنه په ټپي حالت کې ليدلي چې روغتون ته لېږدول کېدل.

هغه زياته کړه چې په چاودنه کې د ترکانو يو موټر ويجاړ شوى او احتمال لري چې  ټول سپاره په کې وژل شوي وي.

د ده په خبره، څو نورو موټرو ته هم زيان رسېدلى او د شاوخوا ځينو ودانيو ښيښې ماتې شوې دي.

په افغانستان کې د ناټو سازمان د پرېکنده ملاتړ له مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې پژواک تر لاسه کړې، راغلي چې په دې بريد کې ددې سازمان د غړي هېواد يو سرتېرى وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، د ناټو ملکي استازى د پېښې په ځاى کى نه و او هغه ته زيان نه دى رسېدلى.

په خپرپاڼه کې څرګنده شوې چې ددې سازمان د کړنلارې له مخې د وژل شوي سرتېري د هويت په اړه د معلوماتو وړاندې کول په اړوند هېواد پورې اړه لري.

په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ماموريت مطبوعاتي دفتر زياته کړه چې ددې بريد د څرنګوالي په اړه پلټنې پيل شوې او په دې اړه به نور معلومات د اړتيا په صورت کې خپاره شي.

د دې پېښې مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى. طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه بريد کې يې بهرنيو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

له بلې خوا ولسمشر اشرف غني د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره د ټېلېفونې خبرو په ترڅ کې، د يادې پېښې په اړه د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړي دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر په دې خبرو کې له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې باندې ټينګار کړى او ويلي يې دي، چې اوس د ګواښونو بڼې بدلون موندلی دی، افغانستان او سيمه نوي خطرونه ګواښي چې مخنيوی او له منځه وړل يې په سيمه ييزه او نړيواله کچه، ګډې همکارۍ او همغږۍ ته اړتيا لري.

نوموړي له افغانستان  سره په امنيتي برخه کې د ترکيې هېواد د هر اړخيزو مرستو  او قربانيو له امله قدرداني او مننه کړې ده.

د خبرپاڼې په حواله، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ولسمشر غني له ټېلېفوني اړېکې څخه د مننې په ترڅ کې وويل، چې دغه ډول ترهګريز بريدونه، نه يواځې دا چې د ترهګرۍ او ډار اچونۍ پرخلاف زموږ مبارزه کمزورې کولای نه شي، بلکې د دغې ناوړې پديدې پرخلاف زموږ هوډ لا پياوړی کوي.

اردوغان ډاډ څرګند کړى، چې د ترکيې خلک د تېر په څېر د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي او ترکيه به  د امنيت او اقتصاد په برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.