کابل(پژواک،٧ کب ٩٣): کابل ښار ته د لويو باور وړونکو موټر د راتګ د مخنيوي په اړه د ملي امنيت شورا تصميم د مالي فساد او په ښار کې د لومړنيو توکو د بيې لس سلنې لوړېدو مخنيوى شوى دى.
سوداګر شکايت کوي چې له يوې خوا د کابل ښار د دروازو په ګدامونو کې د مالونو خالي کول لګښت غواړي او له بلې خوا هم په دې دروازو کې د سوداګرو د مالونو د خالي کولو لپاره کافي ګدامونه نشته
د ملي امنيت شورا شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د امنيتي ملحوظاتو په سبب تصميم ونيوه چې لويو بار وړونکو موټرو ته په ښار کې د ننه د مالونو خالي کولو لپاره ښار ته د ننوتو اجازه ورنه کړل شي.
دغه پرېکړه له تېرو درېيو اوونيو راهيسې عملي کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزي د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت شورا دغه تصميم مالي فساد ته زمينه مساعده کړې ده.
دده په خبره، ځينې پوليس ښار ته د موټرو د ننوتو د اجازې په بدل کې له هر موټره له پنځو تر پنځلسو زرو پورې افغانۍ رشوت اخلي.
دده د څرګندونو له مخې، د مېوې سوداګر اړ دي چې د خپلې ميوې او سبزيجاتو د خوسا کېدو د مخنيوي لپاره د شپې له خوا ښار ته د خپلو موټرو د راتلو لپاره پوليسو ته پيسې ورکړي.
الکوزي زياته کړه:((سوداګر په يوه بڼه نه يوه بڼه هڅه کوي چې مال يې ژر تر ژره مارکېټ ته ورسېږي او له هرې لارې کار واخلي، دلته مستهلک ته زيان رسېږي.))
هغه زياته کړه چې د ملي امنيت شورا دغه تصميم ددې سبب شوى چې هر موټر مال څو سوه ډالره اضافي لګښت ولري او په نهايت کې د لومړنيو توکه بيه لس سلنه اوچته شي.
الکوزي وويل چې د سوداګرۍ او صنايعو خونې دغه ستونزه څو ځله د کورنيو چارو او سوداګرۍ وزارت سره شريکه کړې، خو تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دى شوى.
هغه همدارنګه څرګنده کړه چې د سوداګرۍ او صنايعو خونې له ولسمشر هم د ليدنې غوښتنه کړې، څو دغه موضوع له هغه سره شريکه کړي، خو تر اوسه د ليدنې وخت نه دى ورکړل شوى.
د کابل په څرخي پله کې د سمنټو د يوه واردونکي شرکت استازي زاهدالله بشرمل هم شکايت وکړ او ويې ويل چې د ملي امنيت شورا تصميم ددې لامل شوى چې د سوداګرو د مالونو هر موټر له ٣٥٠ څخه تر ٤٠٠ ډالرو پورې اضافي لګښت ولري.
دهغه په خبره، ددې پرېکړې له پلې کېدو وروسته هره شپه په لسګونو ټيلري موټر پوليسو ته د څلورو نه تر پنځو زرو افغانيو په ورکړې سره کابل ښار ته ننوځي.
دده په خبره، که څه هم سوداګر د هر باور وړونکي موټر په سر چې ٤٠ ټنه سمنټ لېږدوي، شپږ زره افغانۍ ښاروالۍ ته ورکوي، خو ښاروالي په څرخي پله کې د موټرو د تشولو لپاره کوم ټاکلى ځاى نه دى ورپه ګوته کړى.
ده، چې د خپل شرکت د مالونو د ګدام لپاره يو غوښتليک هم ورسره و وويل چې شرکت يې هره ورځ ٥٠ موټره سمنټ کابل ته ورادوي او د ١٢ بلاکه مالونو ګدام ته اړتيا لري، خو د کابل ښاروالۍ د ملکيتونو رياست ددې غوښتنې له منلو بښنه غوښتې او ويلي دي چې ښاروالي په څرخي پله کې ټول ټال ١٦ بلاکونه لري.
د بورې او اوړو يوه واردونکي حاجي عيسى وويل چې د امنيت شورا تصميم ددې لپاره زمينه مساعده کړې چې يو شمېر سوداګر لوړ پوړو دولتي چارواکو ته د پيسو په ورکړې سره خپل موټرونه د هغوى د سپارښتنې له مخې ښار ته را داخل کړي.
هغه د چا نوم ياد نه کړ، خو زياته يې کړه ځينې نور سوداګر چې له لوړ پوړو چارواکو سره پېژني د هر موټر په بدل کې له پنځو څخه تر لسو زرو پورې افغانۍ ورکوي او خپل موټر د شپې له خوا ښار ته را ننباسي.
د حاجي سبحان په نامه يوه بل ملي سوداګر وويل چې د ملي امنيت شورا د امنيتي ستونزو په سبب دغه تصميم نيولى دى، خو دا په داسې حال کې ده چې په ګدامونو کې د موټر د خالي کولو پرمهال د امنيتي مامورينو له خوا هېڅ ډول کنټرول نه شته.
هغه د ملي امنيت شورا ددې تصميم د لغوه کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل:((سوداګر چمتو دي چې د حکومت د ډاډ لپاره تضمين ورکړي.))
هغه څرګنده کړه چې کابل ته د وارېدودونکو توکو يو شمېر سوداګر د واسطې او پيسو په ورکړې سره په تورخم کې د خپلو مالونو لپاره د کابل له لارې د ترانزيټ پارچه اخلي، خو خپل مالونه په کابل ښار کې خالي کوي.
د يادونې ده هغه موټر چې د کابل ښار له لارې نورو ولايتونو ته د سوداګرو مالونه لېږدوي، د شپې له خوا د کابل ښار څخه د تېرېدو اجازه لري.
هغه له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د سوداګرو ددې ستونزې حل ته کلکه پاملرنه وکړي.
ياد شوي سوداګر ګواښ کوي چې که حکومت د هغوى دې ستونزو ته پام ونه کړي، نو د توکو له واردولو به لاس واخلي.
د کابل امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمان رحيمي د پوليسو له خوا له موټرو څخه د پيسو اخيستنه ردوي او وايي:((هره پرېکړه چې په لومړيو کې پلې کېږي، نيوکې او اعتراضونه لري، ځکه چې هغوى غواړي د پرېکړې له پلي کولو څخه خلاص شي.))
دده په خبره، د کابل امنيه قوماندانۍ جنايي او کشفي پوليس له ملي امنيت سره په ګډه همکارۍ تل هڅه کوي چې د استفاده کوونکو افرادو مخنيوى وکړي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي هم د سوداګرو يادې ستونزې مني او وايي چې دغه ستونزې يې له ارګ سره شريکې کړې دي.
هغه وويل:(( دا د ملي امنيت شورا پرېکړه ده ، په دې اړه بايد امنيت شورا تصميم ونيسي.))
د کابل ښاروالۍ وياند عبدالقادر ارزو هم وويل چې کابل ښار ته د سوداګرو د لويو موټر د راتلو لپاره د اجازې نه ورکول د ملي امنيت شورا پرېکړه ده او ښاروالي مکلفه ده چې له ښاره بهر په بېلابېلو سيمو کې د مالونو ګودامونه د سوداګرو په واک کې ورکړي.
هغه زياته کړه چې کابل ښاروالي په پلچرخي، بګرامي او ده سبز کې زيات ګدامونه جوړوي، څو په دې برخه کې د سوداګرو ستونزه حل شي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ولسمشر له وياند سره هم اړيکه ونيسي، خو اړيکه ورسره ونه نيول شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP