Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د لرګيو بيې راټيټې شوې

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٣): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د لرګيو بيې راټيټې شوې، خو د نورو لومړنيو توکو بيې له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د شهيد څلور لارې د لرګيو يوه پلورونکي خان محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه له ٦٥٠٠ افغانۍ څخه ٦٢٠٠ افغانۍ او د يوه خروار ارچې لرګيو بيه له ٦٠٠٠ څخه ٥٨٠٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

د هغه په وينا، له دې امله چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د لرګيو د پلور تقاضا د کمېدو په حال کې ده، بيې يې راټيټې شوې دي.

خو د تېلو او اوبلن ګاز بيې د تېرې اونۍ په څېر پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک مسوول عبدالصبور وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه لېنر پټرول تېلو بيه ٤٤ افغانۍ او يو لېتر ډېزل په ٤٦ افغانۍ دي.

يو کيلو ګاز د تېرې پنجشنبې په څېر د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې، د ٣٢ څخه د ٤٠ افغانيو تر منځ پلورل کېږي.

د کابل ښار د پل پاچا سيمې يوه ګاز پلورونکي محمد سليم پژواک ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څر يو کيلو ګاز په ٣٤ افغانۍ پلوري.

خو د تايمني د پنځم سړک يوه ګاز پلورونکي محمدشريف وويل، چې نن يو کيلو ګاز په ٤٠ افغانۍ پلوري.

په روان اونۍ کې د خوراکي توکو بيو هم کوم بدلون نه دى کړى.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د پنځوس کيلو پاکستاني اوړه عمده پلور بيه ١٢٤٠ افغانۍ، ١٦ ليټره شايسته غوړي ٩٨٠ افغانۍ، پنځوس کيلو ګرام بوره ١٥٤٠ افغانۍ، ٢٤ کيلو ګرامه سيله وريجې ١٥٥٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو شين ويتنامي چاى په ١٨٠ افغانۍ دي.

د لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ سيمې يوه دوکان دار خانعلي وويل، چې نن د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريژو بيه ١٩٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستاني اوړه ١٣٦٠ افغانۍ، پنځوس کيلو بوره ١٧٥٠ افغانۍ، ١٦ لېتره مومن غوړي ١١٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٥٠ افغانۍ او يو کيلو شين چاى په ٢٤٠ افغانۍ دى.

د سرو زرو په بيو کې هم کوم بدلون نه دى راغلى.

د کابل په تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالح زرګرۍ مالک محمد فواد وويل چې نن د تېرې اونۍ په څېر د يوه ګرام روسي سرو زرو بيه ١٦٥٠ افغانۍ او د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٠٥٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار د شهزاده سراى د يوه صراف احمدشاه صالحي د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٣٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٦٠ افغانۍ دى.

تېره پنجشنبه د يوه امريکا ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٤٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٦٤ افغانۍ و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.