کابل (پژواک ٨کب ٩٣): د امريکا متحده ايالتونه وايي که څوک د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د ددو غړو عبدالصبور او عبدالله نوبهار ځاى ځايګي په اړه معلومات ورکړي او د هغوي د نيول کېدو لامل شي، نو پنځه ميليونه جايزه به ورکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دې کسانو په افغانستان کې پر امريکايي سرتېرو په بريدونو کې لاس درلود.
د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د عبدالصبور په اړه د معلوماتو په بدل کې درې ميليونه او د عبدالله نوبهار په اړه د معلوماتو ورکولو په بدل کې دوه ميليونه ډالر جايزه ورکوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې عبدالصبور د چاودېدونکو توکو متخصص دى او د ٢٠١٣ کال د مې په ١٦مه يې په کابل کې پر امريکايي سرتېرو بريد کې لاس درلود. په دغه بريد کې دوه امريکايي سرتېري او څلور امريکايي قرارداديان وژل شوي وو.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت همداراز عبدالله نوبهار تورن کړى چې په ٢٠١٢ کال کې پر يوه بس موټر په بريد کې يې لاس درلود چې بهرني کارکوونکي يې لېږدول.
په خپرپاڼه کې ددې کسانو هويت نه دى په ډاګه شوى، خو ويل شوي چې د امريکا سفارت ته يې د هوايي برخې خدمات وړاندې کول. په دې بريد کې تر ١٢ ډېر کسان وژل شوي وو او همدومره نور ټپيان شوي وو.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامى، يوه تندروه او د حزب اسلامي يوه انشعابي څانګه بللې ده.
امريکا همداراز ګلبدين حکمتيار ته د جنګسالار ټکى هم کارولى دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د ګلبدين په مشرۍ حزب اسلامي په کلکه د امريکا مخالفو ايډيالوژيو ملاتړ کړى او غواړي چې په افغانستان کې د اسلامي شريعت پر بنا حکومت رامنځته شي.
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP