Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د يوې موسسې برمته شوي درې کارمندان له درې ازبکستانۍ مېرمنو سره تبادله شول

میمنه (پژواک، ٨ کب  ٩٣): د فارياب ولايت چارواکي وايي، د يوې موسسې هغه درې کارمندان چې طالبانو څه موده مخکې تښتولي وو ، طالبانو پورې اړوند له درې ازبکستانۍ مېرمنو سره تبادله شول . 

 شاوخوا څلور اوونۍ مخکې د انساني مرستو د همغږۍ موسسې (CHA) څلور کارمندان د ميمنې په پنځه کيلومترۍ کې د  کته کم په سيمه کې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو، چې يوتن يې تېره اوونۍ طالبانو وواژه .

د فارياب د ملي امينت رياست يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې له طالبانو سره پاتې د يادې موسسې درې بنديان تېره ورځ ماښام مهال له هغو درې ازبکستانۍ مېرمنو سره چې دولت له طالبانو سره په تړاو نيولې وې تبادله کړل .

 سرچينې زياته کړه چې يادې درې ازبکستانۍ مېرمنې تېره ورځ په کابل کې د ملي امنيت له رياست څخه خوشې شوي او تېره ورځ له غرمې وروسته په دوه بجو د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې طالبانو ته سپارل شوې دي.

 د سي اچ اې موسسې رييس حیات الله باختري وويل چې د دوى خوشې شوي کارمندان تېره شپه اووه بجې د ميمنې ښار ته رسيدلي دي.

 د المار ولسوالۍ  ولسوال محمد صالح صالح د يادې موسسې د کارمندانو خوشې کېدل تاييد کړل ، خو وايي چې ياد کسان په سيمه کې د مخورو په هڅو راخوشې شوي ، خو په دې اړه يې نور معلومات ور نه کړل .

 ويل کيږي چې طالبانو تل ددغو درې ازبکستانۍ مېرمنو په خوشې کېدو ټينګار درلود.

 خوشې شوې درې ازبکستانۍ مېرمنې د طالبانو د يوه قوماندان احمد اکه په کورنۍ پورې اړه درلوده ، چې په دوى کې يوه د قوماندان اکه مېرمن او بله يې لور وه . 

 قوماندان اکه ددغو مېرمنو له نيولو درې ورځې وروسته په قيصار ولسوالۍ د ملي اردو د عملياتو پرمهال ووژل شو .

 تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.