Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پر فریدون مومند ځانمرګي برید کې ۳ تنه وژل شوي ۱۴ ژوبل دي

جلال اباد (پژواک ۸ کب ۹۳) په ولسي جرګه کې دننګرهار د خلکو د استازي فریدون مومند د موټرو پر کاروان ځانمرګی برید شوی چې په پایله کې یې ۲ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي. 

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاعبدالزي د تلې په ۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا برید نن مازیګر ناوخته په شاوخوا پنځو بجو د بهسودو ولسوالۍ اړونده د کامې ولسوالۍ پله سره نږدې شوی دی. 

هغه زیاته کړه، چې په ولسي جرګه کې دننګرهار د خلکو استازی فریدون مومند له کامې ولسوالۍ څخه د جلال اباد ښار لوري ته روان و، چې د کامې پله څخه له تیریدو سره سم د یوه کرولا  موټر په وسیله پرې ځانمرګی برید شوی دی.

د عبدالزي په وینا، فریدون مومند او دهغه ساتونکي له دې برید څخه څخه روغ وتلي، خو ګڼ شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وایي ، دامنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې په  دې برید کې ۳ تنه عام وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون رییس ډاکټر همایون زهیر پژواک اژانس ته وویل چې دوی ته له یادې پيښې ۳ مړي او ۱۴ ژوبل کسان راوړل شوي دي.

هغه د یو شمیر ژوبلو کسانو روغتیایی حالت د اندیښنې وړ وباله.

د اسدالله په نامه دسیمې یوه اوسیدونکي او د پيښې عیني شاهد پژواک اژانس ته وویل چې ځانمرګی بریدګر خپل هدف ته نه دی رسیدلی او کله چې دفریدون مومند موټر تیر شوی و، نو هغه خپل موټر ته چاودنه ورکړه.

دی وایي، چې د کامې پله سیمې ته ډیری خلک د میلې او چکر لپاره راځي چې له امله یې ګڼ شمیر عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددې برید مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.