کابل (پژواک، ۸ کب ٩٣):د پنجشیر ولايت چارواکي وايي ، چې د سيمې د خلکو په مرسته ١٧جسدونه د پريان ولسوالۍ او ١٣جسدونه په دره ولسوالۍ کې له واورو را ايستل شوي دي.
تاييد شوي ارقام په ډاګه کوي چې د پنجشیر په بېلابېلو سيمو کې د واورې ښويېدنې له امله له ٢٠٠زيات کسان مړه شوي دي.
د پنجشیر ولايت سرپرست والي عبدالرحمان کبیري د کب په ٨مه پژواک اژانس ته وويل چې که څه هم تراوسه له واورو څخه د جسدونو د را ايستلو لپاره رسمي عمليات نه دي پيل شوي ، خو ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې خلکو د جسدونو په را ايستلو پيل کړى دى.
هغه زياته کړه چې تراوسه ١٧جسدونه په پريان او ١٣جسدونه په دره ولسواليو کې له واورې را ايستل شوي دي.
کبيري تېره ورځ (د کب په ٧مه ) پژواک ته ويلي و چې په دغه ولايت کې له يو متر څخه زياته واوره ورېدلې او ددې ولايت لارې يې بندې کړې دي.
ده ويلي چې واورو ښويېدنو په دغه ولايت کې زيات ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP