ښرنه (پژواک، ٨ کب ٩٣): د پکتيکا چارواکي وايي چې دوه طالبان د هغه ميزايل په چاودنه کې ووژل شول او دوه نور ټپيان شول چې غوښتل يې د برمل ولسوالۍ امنيتي ادارې پرې په نښه کړي.
د چارواکو په خبره ، ميزايل تر توغولو وروسته بېرته د طالبانو لور ته ورګرځېدلى دى.
د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د برمل ولسوالۍ په شرمدخېلو سيمه کې رامنځته شوې ده. پيرخېل وايي د ميزايل په چاودنه کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د هغه په خبره، ډېر کله د مخالفينو له خوا د توغول شويو ميزايلو له امله ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د شرمدخېلو اوسېدونکي په سيمه کې د چاودنې او طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلى کوي، خو نه غواړي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورکړي.
طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP