خوست ښار (پژواک، ٩ کب ٩٣): په خوست ولايت کې د بيارغونې درې غټې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ د کب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خوست د مرکز اړوند په خدرپيرانو سيمه کې يو لوى سربند او استنادي دېوال د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
سرپرست والي عبدالجبار نعيمي د دغو پروژو د پرانيستې په مراسمو کې يادې پروژې د سيمې د خلکو لپاره ګټورې پروژې يادې کړې.
نوموړي زياته کړه چې د خوست د ولسونو ټولو غوښتنو ته يې اساسي توجه کړې او ولايتي اداره د ولسي غوښتنو پر اساس په دغه ولايت کې خلکو ته خدمت کوي.
هغه د ياد سربند او استنادي دېوال د پروژې په اړه وويل چې دغه پروژه د ولايتي ادارې د پرله پسې هڅو پر اساس د اوبو برېښنا وزارت په چوکاټ کې د نړيوال بانک په مالي تمويل سره د څه باندې ١٤ ميليونه افغانيو په ارزښت پلې شوې دي.
والي زياته کړه چې د دغه سربند په جوړېدو سره به د سيمې په زرګونو کورنيو ته مستقيمه ګټه ورسېږي او ٤٠٠٠زره جريبه ځمکه به ترې خړوبېږي.
د سيمې يوه قومي مشر حاجي ګل يوسف خان د يادې پروژې پر پلې کېدو خوښي څرګنده کړه او دا يې د سيمې لپاره ګټوره وبلله.
دغه راز د دغه ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې د څه باندې اووه ميليونه افغانيو په ارزښت د يو سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.
د ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سړک د تڼيو ولسوالۍ سينکۍ سيمې ته غځېدلى، ٤ اعشاريه ٤٤کيلومتره اوږودوالى لري.
د تڼيو ولسوالۍ د مشرانو په استازيتوب د ولايتي شورا پخواني رييس سيد کريم خاکسار د ياد سړک د کارونو پر پيل خوښي څرګنده کړه.
هغه زياته کړه چې د تڼيو ولسوالۍ خلک په ټينګه د خپلې ولايتي ادارې تر څنګ ولاړ دي او د ټولو هغه ناروا کړنو او فعاليتونو مخه به ونيسي چې د ورانکارانو او قانون ماتوونکو ډلو له خوا د خوست د پرمختګ او بيارغونې پر وړاندې ترسره کېږي.
د خوست سرپرست والي د دغه سړک د کار د پرانيستې په مراسمو کې تڼيو ولسوالي د خوست يوه مهم سرحدي ولسوالي ياده کړه چې په کې مېشت ولسونه تر خپل ملي بيرغ لاندې ژوند کوي.
هغه زياته کړه چې دغه سړک د کليو پراختيا وزارت په چوکاټ کې د اووه ميليونه،اووه سوه شپېته زره افغانيو په لګښت جوړېږي چې تر جوړېدو وروسته به يې د سيمې خلکو ته اساسي ګټه ورسېږي.
دغه راز د دغه ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې د يوه روغتيايي مرکز د جوړېدو چارې بشپړې او د چارواکو له لوري ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعيمي د دغه روغتيايي مرکز د پرانيستې پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې پر جوړېدو يې څه باندې ۱۶ ميليونه افغانۍ لګښت شوی او چاپان هېواد ورکړی دی.
والي زياته کړه، کلينيک، چې د ګربزو ولسوالۍ په مرکز شيخ امير کې جوړ شوی، په ټوليز ډول ۱۸ د اړتيا وړ خونې لري او د جوړېدو کارونه يې د تېر يو کال په موده کې بشپړ شول.
نوموړي زياته کړه: ((د دغه کلينيک له فعالېدو به د ګربزو ولسوالۍ خلک له لازمو روغتيايي خدماتو او اسانتياوو برخمن شي. هغه ستونزې چې اوس ورسره مخ دي، تر ډېره به هوارې شي.))
والي نعيمي همدارنګه وويل چې که د يادې سيمې خلک د امنيت په ساتنه کې له امنيتي ځواکونو سره خپلې همکارۍ دوام ورکړي، پلان لري چې ډېر ژر ګڼ شمېر نورې بنسټيزې پروژې هم دلته پلې کړي.
د خوست د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکتر هدايت الله حميدي له پژواک اژانس سره په خبرو کې د ياد روغتيايي مرکز پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د روغتيايي ستونزو په هواري کې به ډېره مرسته وکړي.
ډاکټر حميدي زياته کړه، دا يو بشپړ روغتيايي مرکز دی چې د نسايي او ولادي، واکسيناسيون او د بېلابېلو ساري ناروغيو د درملنې تر څنګ به په نورو برخو کې هم پوره روغتيايي خدمات په کې وړاندې شي.
هغه دغه راز وويل: ((مخکې مو په ګربزو کې روغتيايي مرکز درلود، خو د ولسوالۍ په احاطه کې راګير شوی او خلکو ترې په اغېزمنه توګه ګټه نشوه اخيستلای.))
د خوست د ګربزو ولسوالۍ يو سپين ږيری شېر احمد وايي چې د کلينيک پر فعالېدو سره به د روغتيا په برخه کې له اوسنيو لاس او ګرېوان شوو ستونزو څخه خلاص او په خپل وخت به ډاکټر ته رسيده ګي وکړای شي.
نوموړي د دې ولايت له روغتيايي مسوولينو وغوښتل، چې کلينيک پر نارينه او ښځينه مسلکي ډاکترانو سربېره پر ټولو هغو طبي وسايلو او دوا درملو سمبال کړي، چې ورته ډېره اړتيا لېدل کېږي.