مزارشريف (پژواک، ٩ کب ٩٣): په شمال کې د شاهين قول اردو د ښوونې او روزنې مدير د خپل سکرتر له خوا وژل شوى دى.
دا پېښه د کب په ٩مه سهار وختي د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې رامنځته شوې ده.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرزاق قادري د کب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شاهين قول اردو د ښوونې او روزنې مدير حميد الله هاشمي نن سهار د مزار شريف ښار اړوند د روشن پلازا په بلاکونو کې وژل شوى دى.
هغه زياته کړه چې له ده سره تېره شپه په کور کې خپل سکرتر او چلوونکى وو، خو سکرتر يې نن سهار د هغه د وژنې په هڅه نوموړى سخت ټپي کړى او خپله تښتېدلى دى.
د قادري د معلوماتو له مخې، د هاشمي د کورنۍ غړو او موټر چلوونکي ياد مدير په ټپي حالت کې روغتون ته لېږداوه چې پر لاره يې سا ورکړه.
د امنيت امر وويل چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
د يو بل خبر له مخې، نن له غرمې مخکې د مزارشريف ښار اړوند د کفايت مارکېټ په تکاوۍ کې چاودنه شوې چې له امله يې دوه تنه ټپيان شوي دي.
امنيه قومانداني چاودنه تاييدوي، خو زياتوي چې کوم زيان يې نه درلود.
خو عيني شاهدان وايي چې چاودنه د ګازډبې له امله شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP